کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د سومالیا هېواد پلازمینې (مو ګادیشو) کې موټر بم چاودنه شوې چې له کبله یې په لسګونه تنه وژل شوي دي.
په خبر کې ویل شوي دي چې په چاودنه کې د مارکېټ یوه برخه هم له منځه تللې ده.
د عیني شاهدانو له قوله، د بمي چاودنې تر څنګ په خلکو باندې ډزې هم وشوي چې زیاتره پکې عام خلک وژل شوي دي.


















