سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

علماء دې له خپل علمیت او عزت سره لوبي نه کوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 10, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
268
ځلې شریک شوی
193
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 عزام حقاني

لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتٰبَ تِبْيٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرٰى لِلْمُسْلِمِينَ . (سُوۡرَةُ النّحل : ۸۹)

او موږ دغه كتاب پر تا نازل کړی دى، چي په ډاګه ښكاره د هر شي څرګندوونكى دى. او د هغو خلكو لپاره هدايت، رحمت او زيرى دى چي د امر منني غاړه یې ايښې ده.

ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ .

(سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲)

دا (د الله) کتاب دی، په ده کي هیڅ شک نشته، د پرهیزګارانو لپاره لار ښوونکی دی.

او هم په هغه  حدیث شریف کې چې  عرباض بن ساریه رضي الله عنه روایت کړی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې وایې:

قد ترکتکم علی المحجة البیضاء لیلها کنهارها لایزیع عنها بعدي الا هالک .

بېله شکه تاسو مې په داسې رڼا یا روښنایې کې چې شپه یې د ورځې په څیر ده پري ایښي یاستئ ، کاږه یا ګمراه به نشي له دې څخه زما نه وروسته مګر هلاکیدونکي .

همدارنګه تر څو چې د الله جل وعلی شانه کتاب او حقانیه علماء موجود وي د حق ورکیدل او یا له حق څخه د ټولو انسانانو یومخیز انکار ناشونی او ناممکن دی.

همدارنګه په یو بل ځای کې عبد الله ابن عمرو رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:  چې  ان الله لا یقبض العلم انتزاعا ینتزعه من العباد و لکن یقبض العلم بقبض العلماء حتی اذا لم یبق عالما اتخذ الناس رءوسا جهالا فسئلوا فأفتو بغیر علم فضلو وأضلو.  متفق علیه

الله جل جلاله له بنده ګانو څخه علم په یو ځل ایستلو سره له منځه نه وړي ، بلکې د علماؤ په له منځه وړلو سره یې له منځه وړي ، تر دې چې یو عالم به هم پرېنږدي ؛ نو خلک به جاهلان خپل مشران ټاکي له هغوی به پوښتنې کیږي او دوی به په ناپوهي سره فتوی ورکوي په دې توګه به هم خپله بې لارې شي او هم به نور بې لارې کړي.

” یادونه “

خو دا وخت لا تر اوسه نه دی راغلی  حقانیه علماؤ موجود دي هر څه یې خلکو ته بیان کړي دي .

نو څرنګه چې لله الحمد موږ د داسې دین پیروان یو چې هر څه په کې ښکاره او واضحو تورو لیکل شوي ،  حق او باطل پکې له ورایه او لیري معلومیږي ، شپه یې د ورځې په څیر ده ،  نو بیا به حق له مؤمنانو چیري ورک شي

له کفر څخه موږ ګیله نه کوو او نه ترې پکار ده چې وه شي ،  ځکه د کفارو کار همداده چې د مسلمانانو په وړاندې به دښمني کوي.

خو هغه کسان په هیڅ ډول د بخښنې لائق نه دي کوم چې ۱۷ کاله یې د همدې کفارو سره یوځای د افغانانو په سرونو ، عزتونواو شعائرو لوبې او مسخرې وکړې ،  او لاهم ښه په درز سره جریان لري .

د همدي خائنانو له ډلې څخه یو هم علماء سؤ او یا علماء شیطان وسلاطین او درباري علماء دي چې کفر ته اسلام او اسلام ته کفر وایې ، روا ته ناروا او ناروا ته روا وایې د څو پیسو او مال په خاطر  په دین باندې تجارت کوي.

امریکایانو د افغانستان د جنګ د ګټلو لپاره له هر راز وسلو ، تکتیکونو ، چلونو  او زورزیاتي څخه کار واخیست خو په دي ونه توانیدل چې د دوی په اصطلاح ترهګر یا تروریستان ختم کړي ، او په افغانستان کې یو داسي نظام جوړ کړي چې په ټوله معنی امریکایې ګټې پکې خوندي کړي ، که څه هم په دې دویم کار کې تر ډیره حده کامیاب شوې ،  خو د طالبانو په ختمولو خپله دماتې او شکست په لور په تیزۍ سره قدمونه اخلي .

نو په همدي بنیاد یې چې د روانې جګړې مشروعیت او تقدس چې د دین او له دین څخه د دفاع په نوم پیل شوې تر پوښښ او سوال لاندي راولې.

ځکه امریکایان  په دې نظر دي چې دا جنګ د دین تر شعار لاندې ده نو باید په وړاندې یې هم دین څخه استفاده وشي.

  څه وخت مخکې  دامریکایې ځواکونو قمندان جنرال جان نیکولسن وویل چې روان کال به په طالبانو  سیاسي ، ټولنیز او مذهبي فشارونه زیات کړو څو سولي ته راضي او کابل حکومت سره خبرو ته غاړه کیږدي نو په همدې منظور یې لومړۍ غونډه  د اندونیزیا په بورګون ښار کې د دریو هیوادونو پاکستان ،  اندونیزیا او افغانستان د حکومتي علماؤ  څخه جوړه کړه خو څه چې نیکولسن فرض کړي وو هغسې ونشو.

ددې لړۍ دویمه غونډه په تیره روژه کې د افغانستان پلازمینه کابل کې وشوه چې ۲۵۰۰ شاوخوا کې علماء یې راټول کړي او مخکې له وخت څخه ترتیب شوې فتوی یې ددوی په نوم رسنیزه کړه چې بیا وروسته یو شمیر علماؤ وویل چې له موږ سره بالکل په دې اړوند خبره نه ده شوې.

دادی د نیکولسن د مذهبي فشارونو له جملې څخه دا دریمه ناسته ده چې د سعودي عربستان د جدې به ښار کې به نن او سبا دوام ولري ، خو د تعجب ځای داده چې په دې ناسته کې هم وار له مخه لا موضوع نهایي شوې ده   فقط د علماؤ حاضریدلو ته خبره پاته ده.

اصلا حق هیڅکله خپل حقانیت  په جعلي غونډو او مجلسونو له لاسه نه ورکوي  که څه هم په وړاندې یې ټوله نړۍ ودریږي ، او تش په نوم علماء یې په اړه د نامشروع فتوی ورکړي. ځکه دا زموږ تاریخ ثابته کړې چې اهل باطل او غلامان یې له ټولو ممکنه لارو کوشش کوي څو د حق ږغ پیکه او رڼا یې خاموشه کړي خو بریالي شوي نه دي. دا ځکه چې له اهل حق سره  د کائیناتو خالق د نصرت او لوړاوي وعده کړې.

د نیکولسن لخوا  په سعودي کې د درباري او ایمان پلورونکو علماؤ غونډه او فتوی به په افغانستان  کې روانه مقدسه او مشروع جګړه نوره هم د تقدس څخه برخمنه کړي. ان شاء الله

نو له علماؤ څخه مو هیله داده چې خپل رسالت درک کړي ، دا به کوم منطق او کوم قانون ومني چې یو څوک دې له زرونو کیلومتره لیري ځای څخه د یو چا په کور او هیواد یرغل وکړي په مقابل کې یې د کور خاوند چې په دې مکلف دی چې له خپل کور څخه دفاع وکړي ترهګر وبلل شي او راغلي یرغلګر دي سوله سات او برحق وګڼل شي.  همدې علماؤ چې د روسانو په مقابل د افغانانو مبارزه حقه او مشروع ګڼله روسان یې تجاوزګر او تیرګر یاد بلل په مقابل کې دریدل یې جهاد او مقدس جنګ باله ، نن په کوم اسماني او وضعي قانون امریکایان بشردوستان ، مصلحین او امن راوړونکې شول او طالبان ترهګر ، باغیان او مبارزه یې نامشروع او افغان وژنه ده؟

خو تاریخ هرڅه لیکلي او ساتلي یې دي او لا به یې ساتې دا جهاد به جاري وي  امریکایان به ټیټي سترګې له افغانستان څخه وزي ، خو ستاسو دا خیانت به تاریخ او مسلمانان هیڅکله هیر نه کړي تاریخ به د نن طالبان  د آزادۍ او خپلواکۍ ګټونکې غازیان ونوموي خو تاسو به د بلعم بن باعورا ، ابن خطل او نورو خاینو په لیست کې راولي.

خو امریکا او ګوډاګیان دې دا واوري چې دا کنفرانسونه او غونډې د افغانستان په روان جهاد هیڅ ډول منفي اغیز نشي درلودلی یوازي دومره تاوان به وکړي چې ستاسو به مالي مصرف وشي او د دې علماؤ به ایمان له منځه لاړ شي.

خو دوی په دې نه دي خبر او یا ځان نه پوه کوې چې کوم کسان موږ د علماؤ په نوم راټول کړي ، دیته افغانان او دنړۍ نور سوچه مسلمانان ایمان پلرونکي او دین تحریفوونکي علماء وایې ،  خبرو او فتوی ته یې هیڅ ارزښت نه ورکوي.

ځکه اسلام مسلمانانو ته داسې لار پرې ایښې ده چې شپه یې د ورځې په څیر روښانه ده ،  نو دلته حق له خلکو نه ورکیږي او نه یې څوک په ډالري فتواوو بدلولی شي.

دا کنفرانس او غونډه به هم لکه پخواني کنفرانسونه او غونډې بې نتېجې پای ته رسیږي .

د امریکا لپاره ښه او عقلمنده لار داده چې حقایق ومني ،  خپل ناروا یرغل ته د پای ټکی کیږدي او خپل فوځونه له افغانستانه وه باسي ، افغانان او د خپلې خوښې نظام جوړول دي سره پریږدي.

کنه افغانان هیڅکله دا نه مني چې په هیواد کې یې یرغلګر په سرو سترګو وګرځیږي ، او بله لا داچې د مغرورو ککریو په ماتولو کې ښه تجربه هم لري.

[box type=”warning” align=”” class=”” width=””]دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظر ښکارندويي نه کوي. [/box]

مخکینې مطلب

بهرنیان له هېواده نه وځي، طالبان ”سوله“ نه کوي

بل مطلب

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com