چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امریکايي خلافت څه غواړي؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 12, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
349
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پرون مې په فېسبوک کې یوه ویډیو لیدله. په کونړ کې د داعش یو وسله‌وال طالبانو نیولی. نیول شوی داعشي بېخي نوې خبرې کوي. دی وايي، ۶۰ ورځې مې له داعش سره تېرې کړې، لس ورځې امریکایانو نظامي روزنه راکړه او لس ورځې د داعش مشرانو، مخ پټو به د عقیدې درس راکاوه او راته ویل یې، چې بغیر له خلافت«داعشیانو» نور ټول کافران دي«العیاذ باالله». تاسې د طالبانو پر ضد جگړه وکړئ او .. کله چې مې حقیقت درک کړ، نو زه ترې راغلم او دلته طالبانو ونیولم.

امریکايي خلافتیانو ته بغیر له داعشیانو نور ټول کافران ښکاري او په تېرو څلورو کلونو کې یې د نړۍ ټولې جهادي ډلې مرتدې وبللې. القاعده، حماس، طالبان، جبهة النصره، بوکو حرام او …. دوی د امریکایانو له بیزه او د امریکايي جنراتور پر مټ چلېدونکې راډیو څخه تر ننه پورې طالبان مرتد بلل او ځانونه یې سپینې کوترې کړي دي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د تېرې روژې په میاشت کې داعشیانو گواښ وکړ، چې په ننگرهار کې به د نجونو او هلکانو ښوونځي په نښه کړي. د ننگرهار په خوږیاڼیو کې یې د قیلغو د نجونو ښوونځي یو دېوال ونړاوه، یوه اوونۍ وروسته یې د ملکیار هوتک لېسي درې ساتونکي حلال کړل، د ننګرهار د پوهنې ریاست پر ودانۍ یې برید وکړ او پرون یې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې پر ښاري مدیریت برید وکړ او ۱۶ تنه یې ووژل.

له پرونۍ پېښې یوازې یو تن ژغورل شوی او په ټولنیزو رسنیو کې به تاسې د پرونۍ وحشي پېښې انځورونه لیدلي وي، چې د خلافت مدعیانو څومره په رحمۍ سپین ږیري وژلي دي. پېښه پرون ۸ بجې شوې وه، خو پولیس او د ملي امنیت ځواکونه پوره دوه ساعته وروسته ورغلي، گنې د ملي امنیت او د پنځمې ناحیې ترمنځ لس دقیقې پلی مزل دی. د سرحدي پولیسو قرارگاه، د پنځمې ناحیې د پولیسو پوسته او نورې امنیتي ادارې ورسره په خوا کې پرتې دي. دغه ځنډ هغه شکونه په رښتیا بدلوي، چې امریکا، حکومت او داعش د یوه خره دوه غوږونه دي او چل یې یوازې عامو خلکو ته جوړ کړی، چې خلک پرې ووژني.

په ننگرهار کې معارف طالبان څاري. د ننگرهار په هغو ولسوالیو کې چې طالبان حاکم دي، د معارف ټولې چارې طالبان مخته وړي. د طالبانو د پوهنې مدیران پر ښوونځیو گرځي، غیرحاضر ښوونکو د حاضرۍ خانې قیدوي او کسر معاش کوي یې. نصاب یې گوري او پر دغه خبره د ننگرهار د پوهنې ریاست اعتراف هم کړی دی، چې طالبان ورسره د ښوونځیو په فعاله ساتلو کې مرسته کوي. طالبانو سره د دې ملت د راتلونکي وېره ده، چې یو نسل نالوستی پاتې نه شي.

طالبانو په تېرو اوولس کلونو کې له معارف سره هېڅ کار نه دی لرلی او له ځینو کتابونو پرته چې په ښوونځیو کې یې پر تدریس کولو بندیز لگولی، نور ټول د دولت نصاب پلی کېږي.

امریکايي خلافتیان غواړي زموږ یو نسل په تیاره کې رالوی شي او دغه کار د امریکايي په اشاره او د خلافت د تور بیرغ لاندې کوي. امریکا له یوې خوا د ښوونځیو له جوړولو سره مرسته کوي؛ خو له بلې خوا د داعشیانو پر مټ جوړ شوي ښوونځي ورانوي او بریدونه پرې کوي.

د امریکایانو د وتلو له اوازې سره سم، دلته هم د سوریې او عراق د لوبې تکرار روان دی. د جمیعیت ډلې لومړی د لوی خراسان د جوړولو هیله وکړه، وروسته یې غوښتنه تر ترکستان ورسېده او اوس د هزارستان کیسو هم زور اخیستی دی. دوی غواړي افغانستان ټوټه ـ ټوټه کړي. دغه یو موټی هېواد په څو هېوادونو ووېشي او ځینې برخې یې خپلواکې کړي او په رسمیت به یې هم لومړۍ امریکا وپېژني او په ملگرو ملتونو کې د پېژندلو اړتیا نه پیداکېږي؛ ځکه ملگري ملتونه خو له لومړي سره د امریکا په څرخ تاوېږي.

لوی ټکي: امریکابریدخالد روانداعشمعارفمهمننګرهار
مخکینې مطلب

پنجشير کې سېلابونو لس تنه وژلي، سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي

بل مطلب

غزل/ خوشال درانی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com