ژوند نو څه دی؟ ژوند د دې سیارې نوم دی
ته غلط وايي چې ژوند د تیارې نــــــوم دی
ژوند همدغه دی چې خدای درنه راضــي وي
ژوند خدای ته د یوې پاکې سجدې نوم دی
ژوند نو څه دی؛ خو د مور خبر منـــــل دي
ژوند یوه چیغه، د ابـا او ادې نـــــــــوم دی
ژوند نو څه دی؟ خو ســـــــوله او ورولي ده
ژوند نو کله د یوې داسـې جگړې نوم دی؟
د ژوند پای خـو بس مـــرگ او اخـرت دی
ژوند خوشاله د یوې هـدیرې نــــــــوم دی

















