(کابل ټکی کام : یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل) :
هلمند ولایت نه تازه راپورونه وايي، چې نن ماخوستن مهال د سنګين ولسوالۍ بازار او امنیه قومندانۍ د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې .
دولتي چارواکي وايي چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز مازدیګر نیولی وه او د امنیې قومندانۍ ودانۍ يې ماسخوتن تر واک لاندې راوسته او جګړه په شدت سره روانه ده .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر پاڼه کې ويلي دي چې نن ماخوستن شاوخوا ۷ بجې د سنګين ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ ددوي په واک کې راغله .
هاشم الکوزي چې مشرانو جرګې کې د هلمند د خلکو استازی دی هم د سنګین ولسوالۍ سقوط تایید کړی او ددې ترڅنګ يې زیاته کړې، چې په ولسوالۍ کې ټول دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي .
حکومتي چارواکو ترمنځ انديښنې زیاتي شوي دي چې دهلمند ورستی وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی، تېره ورځ دهلمند مرستیال والي محمدجان رسولیار ولس مشر اشرف غني ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي وو چې هلمند دسقوط په ګړنګ ولاړ دی ژربه سقوط وکړي .
دغه راز محمد جان رسولیار ویلي وو چې په دې ورسیتو کې د ورځې مو ځاني تلفات تر۱۰۰ لوړ شوی دی .
د نظامي چارو پوهان په دې آند دي چې د تېر په پرتله سږني ژمي کې هلمند ولایت کې دطالبانو پرمختګونه جوتوي چې دوي سږ کال ژمی هم خپلي جګړې جاري ساتي نو له همدې امله پرمخګ په حال کې دي .
سليم بریال


















