پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د امریکا د دفاع وزیر په ننګرهار کې څه لټول؟

Salim Başarı نشرونکی: Salim Başarı
دسمبر 20, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي د امریکا او ناټو هر لوړ پوړی چارواکی چې افغانستان ته راغلی، د مجاهدینو له ویرې او بیم څخه یې په ښکاره او اعلان شوې بڼه سفر او دوره  نده کړي، بلکې په توره شپه افغانستان ته  داخل شوی او بیرته یې هم  د یو عالم  بزدلي او وهم  په  دنیا کې له  افغانستان څخه پښې سپکې کړې دي.

د جمعي  په  ورځ  هم  د امریکا د دفاع وزیر ( اشتون کارتر) په همدغسي ناڅرګند او خوف زده حالت کې افغانستان ته راغی، له خپلو پوځیانو او کابل چارواکو سره یې  د بګرام او ننګرهار په هوايي  میدانونو کې  ژر ژر وکتل او بیرته په  منډه  لاړ.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

د امریکا د دفاع  وزیر  په خپل ورستي سفر کې ننګرهار  ته  لاړ  او په  هوايي  ډګر کې  څوساعته تیرکړل، چې همدغې ایسارتیا یې له  خلکو او کارپوهانو سره یو لړ شکوک  راپورته کړل؛ ځکه  د امریکايي فوځ قومنداني او د سوق اداره په بګرام کې  ده، له بله  اړخه داسي  مهمه  پیښه  هم  په  ننګرهار کې  نده شوي  چې د امریکا د دفاع  وزیر په  کچه امریکايي  چارواکي دې هلته سفر وکړي.

د اشتون کارتر له سفر یوه  ورځ  وړاندې  په  افغانستان کې  د امریکايی  فوځ  قومندان  جنرال ( کمبل ) په  ننګرهار کې  د داعش  د شتون تر څنګ  دا خبره  هم  وکړه چې  د ده  په  خبره   د داعش  په  لټه  کې  دی  ترڅو ننګرهار د یوې مهمي اډي په  شکل  کې  تقویه  او له ځان سره  ولري.

د جنرال کمبل له  څرګندونوسره هممهاله ننګرهار ته د امریکا د دفاع  وزیر  سفر دا شکوک تقویه او په حقیقت واړول چې امریکا غواړي  د داعش په نوم  ډله د افغانانو د ټکولو او کړولو  او هم یې په سیمه  کې د خپلو خاصو اهدافو د ترلاسه  کولو  لپاره  پیاوړې او ژوندۍ وساتي.

د امریکا د دفاع  وزیر له  سفر نه  څو ورځي  وړاندې  د داعش له  لوري  د (خلافت ) په  نامه د ایف ایم یوه قوي  راډیو چې  د ننګرهار  په  زیاترو سیمو اوریدل  کیږي، په  فعالیت  پیل  وکړ، داسې  ویل کیږي چې د نوموړې راډیو دستګاه  د ننګرهار په  هوايی  ډګر او یا هم  په  کومه  استخباراتي  ودانۍ کې  نصب شوې؛ ځکه  د نشراتو او  زهرجنو تبلیغاتو بڼه او صراحت یې چې  له سره  ترپایه  د جهادي معتقداتو ټکول او د افغانانو د میړانې او شجاعت  ځپل دي، دا حقیقت  جوتوي چې د دغې  راډیو تمویل او حفاظت  به  ارومرو د کابل او امریکايي قواوو خاص  استخباراتي چینلونه ترسره  کوي.

داسې  راپورونه  دي  چې  د ننګرهار  د امنیت  ملي  ریاست، د افغاني  داعشیانو لسګونه  افراد چې ظاهرا ځانونه د خراسان  له  داعشي  مشر  سیدخان سره مخالف  او ناراضه  بولي، په څنګ کې  لري  او له  هغو استفاده  کوي.

په دې  ورستیو کې د برتانيې یو مشهور اخبار  ( دي مرر) راپور ورکړی چې د (VandaSec) په نامه هیکرانو یوې پیاوړې ډلې په انټرنیټ کې په هغو اکانټونو او پاڼو باندې څیړنه کړې چې په ښکاره ډول تر داعش پورې تړاو لري او د هغوی نمایندګي کوي، د هیکرانو یادې ډلې کره معلومات وایي چې په ظاهره خو د دغو اکانټونو آی پي ادرسونه سعودي هیواد په ګوټه کوي؛ خو هغه مهال چې دوی په خپله څیړنه کې له یوه ځانګړي تخنیک او پروګرام نه کار واخیست نو جوته شوه چې دغه اکاونټونه له سعودي هیواد نه بلکې د برطانیې د (Department of work and pensions)  او هم  د امریکا د څارګرې شبکي  ( c.i.a)   ادارو پورې تړاو لري.

د هیکرانو د دغې پیاوړې ډلې یو غړي له نوموړي اخبار سره په خبرو کې وویل:  د دغو ادرسونو له لارې نه یوازې د داعش ډلې پیغامونه نشریږي بلکې له دغو لارو شام، عراق  او اوس تازه  افغانستان ته د ځوانانو سوق او لیږدولو پروګرامونه هم تر سره کیږي.

پورته  شواهدو او دلایلو ته  په  پام  ویلای  شو چې  د امریکا د دفاع  وزیر  سفر ننګرهار ته قطع د دې لپاره ندی شوی ترڅو په هغه ولایت  د داعش  د ګواښ او خطر د مخنیوي  په  باب  لکه  دوئ چې وايي کوم تصمیم نیولی وي، بلکې کره  معلومات  دا دي، چې  امریکایان  هڅه  کوي ترڅو په  ننګرهار  کې  د داعش جرړې او ریښې محکمې او نوري وځغلوي او افغانانو ته  نوي کړاوونه  رامخي ته کړي.

مخکینې مطلب

هلمند : سنګین ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

بل مطلب

افغانستان کرېکټ کې ۱۹ کلنو څلورمه لوبه هم له زمبابوې نه وګټله

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com