(کابل ټکی کام : یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل) :
د ننګرهار ولایت د شینوارو قومي مشران وایي، داعش ډله د بهرني ملاتړ ترڅنګ ستر کورني عواید تر لاسه کوي چې اوس مهال پیاوړی پرمختګ کوي .
د دغو قومي مشرانو په وینا، دغې ډلې د شینوارو په نیول شویو سیمو کې له عامو خلکو ځمکې او مالونه لاندې کړي او په یو شمېر کورونو کې يې خپله اړولي او له ښوونکو او عامو ولسي خلکو څخه زیاتې پیسې په زور اخلي .
د ننګر د شینوارو ولسوالیو خلک وايي پر بهرنیو مرستو او مالیي ملاتړ سربیره په کور دننه هم لوړې عایداتي سرچینې يې ترلاسه کړي دي او د شتمنو خلکو بچیان اختطافوي او په بدل کې يې پیسې اخلي .
همدرانګه د ننګرهار د ولایتي شورا منلې ده چې په یو شمېر سیمو کې له ښوونکو داعش ډله باج اخلي .
په دې ورستيو کې د داعش ډلې د ننګرهارولایت خاص ډول د شینوارو ولسوالیو وګړي اندېښمن کړي دي .
سليم بریال


















