موږ ولې اسلام منلی؟ / شپږمه برخه

ژباړه : عبدالواسع صابر / امان الله اماني
ج: المان (جرمني):
په المان او جرمني کې هم دمسلمانانو شمېر اوس ۴۰ لکوته رسېدلی دی ؛ خو ځينې بيا دهغوی شمېر پنځوس لکه په ګوته کوي، چې په دې کې نيمايي ترکان دي. دجرمني دحکومت دراپور په بنسټ په جرمني کې ۲۵۷۸ اسلامي ادارې شتون لري او ۲۲۰۰ دعبادت ځايونه دي. نږدې ۶۰۰۰۰ کوچنيانوته ديني ښوونې ورکول کېږي . دراپورونو سره سم په جرمني کې ډېرې زياتې مېرمنې اسلام ته ميلان او رغبت لري يعنې نږدې په څلورکلونو کې ۸۰۰۰ مېرمنو اسلام قبول کړ . يوې جرمنۍ او نيزې ولیکل چې په جرمني کې يو لک خلکو اسلام قبول کړ، چې نيمايي پکې مېرمنې دي. اووه سوه ۷۰۰ جوماتونه جرمني کې اباد شوي دي.
دجرمني عيسايان مسلمانان دخپل ځان لپاره اوله درجه خطرناک بولي، هغوی وايي چې په جرمني کې ۱۳ ادارې اورپکې مسلمانان دي، چې شمېر يې ۳۷۰۰۰ تنوته رسېږي . دجرمني حکومت هم دمسلمانانو سره ددښمنۍ لاره نيولې ده ، دجوماتونو څخه دباندې ويډيو کېمرې نصب شوي دي ،داسې ويل کې چې جرمني ولس رويه داسلام په هکله بدلېدونکې ده .
يو جرمني اخبار( Die Fuch ) يوه سروې کړې، دسروې موضوع وه : ايا اسلامي مطالعه (اسلامي ښوونه) دجرمني په رسمي نصاب کې داخله شي او که نه ؟
۵۲٪ په سلو کې مثبته رايه ورکړه او ۳۹٪ په سلوکې منفي رايه ، يعنې اکثريت خلکو داسلامي ښوونو لوستل په جرمنۍ ژبه او جرمني نصاب کې داخل غوښتل .
ديو راپور سره سم په هره مياشت کې اوسطاً ۳۰۰تنه په جرمني کې اسلام قبلوي.


