دازادي فلسفه

معصوم طالب

دازادي پــه نوم کې لویـه فلسفه پرتــه ده
دلوی ښکلاک دماتیدو پکې قیصه پرته ده

دخپل بابا پــه نـــوم مــې ځکه افتخار کومــه
چې سره په وینو څوکه ماته یې نیزه پرته ده

لا یـې تـر اوسه ځمکه ساتـي دهــډو نمونه
دسور انګریز په وینو تکه سره تنه پرته ده

ددې راغلو انجام هــم بوله دتللو پـــه شان
لا هغه توره مـې په غاړه کې تیره پرته ده

دغلامانو یــې انجــام وو لا هغلته دمــــرګ
دې خائنینو ته هم هغه رنګ قیصه پرته ده

یُوه ورځ به راشې ازادي به له سپین قصره لمانځو
دوخت فرعون تـــه دموسٰی دنیل څپــــه پرتـــه ده

ابرھ هم الله ﷻ ذلیل که چې کعبي ته راته
دابرھ دلښــــــکر مېـــنه لا سپیــره پرتـــه ده

معصوم طالبه د الله ﷻ یو خاص نصرت یې ګڼو
دلـتـــه دهـــر زور واک کټـــوه سرچپــــه پرتــه ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button