پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د شهیدانو ورځ که د لنډغرو د انډوخر ورځ؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 10, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
256
ځلې شریک شوی
215
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

آصف الله آصفي

شهید په اسلام کې تر ټولو ستر مقام لري، آن  چې  شهادت له دنیا څخه د آخرت پر لور یواځینی سفر دی چی الله تعالی ورته په قرانکریم کې خلک له وژل شوي ویلو نه په کلکه منعه کړې دي:

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

 وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَٰكِنْ لَا تَشْعُرُونَ.بقرة ۱۵۴.

 یعنی: تاسی هغه چاته چې د الله په لار کې ووژل شي مړه مه وایاست، بلکې هغوی ژوندی دی خو تاسې یې نشئ حس کولای.

په بل آیت کې دا هم ورسره اضافه شوي دی چی بلکي هغوی ته د خپل رب سره روزي ورکول کیږي.

دا چی افغانستان په شهر ناپرسان بدل شوی چې هر څوک په هر ډول مرګ ومري نو پلویان یې شهید بولي، که امریکایی مړ شي دوستم یې ځکه شهید بولي چې ولي النعة یې دی، که مسلمانان په خپلو منځو کې مړه شي هم پلویان یې په ړندو سترګو شهید بولي که څوک یې د یوه شنیع عمل پر مهال ووژنی هغه ته بیا تر ټولو ستر شهید وایی  لکه احمدشاه مسعود، د کمونستانو په وخت که خلقیان به وژل  کیدل نو هغوی به  خپل  مړي ته سور شهید وایه، کله ناکله به یې روسانو ته هم شهیدان ویل.

باید پدې پوه شو چې شهید یوه الهي مرتبه ده چې یو شرعي چوکاټ لري څوک چې ووژل شي او په هغه چوکاټ کی راشي د شریعت له مخې ورته شهید ویلای شو، خدای تعالی فرمایی:  څوک چی د خدای په لار کی ووژل شي هغه شهید دی.  او بس.

هر څوک دی په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي، او فکر دی وکړی سترګی دی نه پټوي چې زمونږ پر وژل شویو کې څوک څوک د خدای په لار کې وژل شوي؟ څوک  څوک د روسیی لپاره وژل شوي؟ څوک څوک د امریکا لپاره وژل شوي او وژل کیږي؟؟؟

او څوک څوک په رښتیا خاص د خدای په لاره کې وژل شوي، او څوک څوک د اروپا لپاره  وژل شوي؟ له دی پس قضاوت کولای شي چې شهید یواځي همغه شخص  شهید دی چی خاص د خدای تعالی لپاره وژل شوی وی، آن که څوک یواځي د هیواد د خدمت په نیت وژل کیږي هغه هم د شریعت له مخې شهید  نشي ګڼل کیدای، شهید یواځي یواځي همغه چاته ویل کیږي چی د خدای د رضا په خاطر دخدای په لاره کی شهید شوی وی او بس.

رابه شو اصلی موضوع ته او هغه دا چي آیا په شریعت او اسلام کی د شهید  په  نوم ورځ تعیینول کوم اساس لری؟ آیا خدای تعالی په قرآن کې داسې څه ته اشاره کړی؟ آیا رسول الله داسی څه ویلی؟ آیا له 1400 کلونو راهیسې  اسلامي خلافت داسي  کومه ورځ ټاکلی؟ آیا په صحابه وو کي په زرګونو پاک شهیدان نه لرو؟ ایا عمر رضی الله عنه شهید نه دی؟ آیا علی رضی الله عنه شهید نه دی؟ آیا حسین رض شهید نه دی؟ ایا حنظلة رضی الله  عنه شهید ندی؟ ایا حمزه رضی الله عنه شهید ندی؟ او داسی بی حسابه شهیدان لرو. خو هیڅکله یې ورځ د لمانځلو لپاره نده ټاکل شوی نو ویلا شو چی داسی ورځ ټاکل حرام دی او لمانځونکی یی حرامیان دی.

که په شریعت کی دا شی وي نو د سید الشهداء  حمزه رضی الله عنه، چی د رسول سپین ږیری تره  و، او د شهیدانو د سید او مشر لقب یې هم ورکړی، ولی یې ورځ نده لمانځلی او ولی تر ننه یی څوک نه لمانځي، د ورځو لمانځل د غرب نه په دموکراسۍ کی راروارده شوی غلطه  مفکوره او ذهنیت  دی چی زمونږ هیوادوال یی د پوډریانو په څیر پری اخته کړی دی.

بله خبره دا چی که  بیا هم څوک ووایی چی د  شریعت له مخی نه بلکې د دموکراسۍ لپاره یی لمانځي نو دوی ته وایو چې آیا په ګرده  متمدنه  نړۍ کې د ورځو لمانځل بیا په همدې شکل وي لکه تیره ورځ چې په کابل کې ولمانځل شوه؟

آیا دې ته څوک د ورځي لمانځل ویلای شي؟ نه هیڅکله نه، بلکې دیته د لنډغرو انډوخر ویلای شي او بس.

که دولت غواړی د شهیدانو د ورځي په  نوم کومه ورځ غوره کړي نو دا ورځي دې همدې لنډغرو ته ورپریږدي او د اصیلو شهیدانو لپاره دی کومه بله ورځ په پام کې ونیسي.

د لنډغرو دا لنډغري او انډوخر ثابتوي چې نه د دوی لاره اسلامي ده نه له اسلام نه خبر دی، نه یی د اسلام لپاره مبارزه او مقاتله کړې او نه د اسلام څه پروا لري، او نه یې وژل شوی کسان د اسلام په چوکاټ کی وژل شوي دی، بلکې دا هغه خلک دی چی په اړه یی خدای تعالی فرمایلی دی چی: خسر الدنیا و الآخرة. یعنی دنیا  او آخرت یې دواړه له  لاسه ورکړی.

احمد شاه مسعود نه روسانو وژلی، نه امریکایانو او نه هم یهودیانو او نه هندوانو او سیکانو، ټولو ته معلومه ده چی هغه مسلمانو عربانو په  دې دلیل وژلی چی د مسلمانانو پر ځای لاړو د اروپایانو سره یی لاس یو کړی د هغوی لمن یې ونیوه او اروپایانو هم د مسلمانانو سره د جګړو د پیل کولو په مخ د لس زریزه فوځ د جوړولو او امکاناتو ورکولو تعهد وکړ، او مسعود هم ورسره تعهد وکړ چی هیڅ ډول افراطیت ( اسلام) ته به اجازه ورنکړی (ولو اسلامی باشد!!) دا ویډیو کلیپ موجود  دی هر  څوک یی  کتلی  شی، چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کی هم ښکته پورته کیږي، په دې کلیپ کې مسعود، بوش ته هم پیغام ورکړی چې که ورسره مرسته ونکړی نو اسلامي حکومت به حاکم شي او امریکا ته به ستر ګواښ پیدا شي، نو ځکه عربانو وواژه،

په زغرده ویلای شو چې مسعود هیڅکله هم د خدای په لار کی نه بلکی د بوش او اروپا په لار کی  وژل شوی، او په دوهم قدم کی د مسلمانانو په لاس  وژل شوی، نو ځکه داسی وژل شوي ته په اسلام کی شهید نشي ویل کیدای بلکې د لنډغرو د مشر وژل کیدای شي.

په کابل کې د تیرې ورځې د لنډغرو انډوخر کوونکي هم ټول د امریکا په ډالرو مست انډوخر کوي دا  هغه خلک دی چی تر پرونه په وچې ډوډۍ پسی سرګردان وو، یا نان بایان وو، یا د ښارونو د کوڅو صفاکارن وو او یا کراچي کش کوونکي وو، ونن چې دوی د کابل ښاریان په ډول ډول نوی ماډل موترو زوروی او په عذابوي دا د امریکا هغه پیسی دی چی د دوی مشرانو ته یې په پنجشیر کې د طالبانو پر ضد د جګړي لپاره ورکړی وی، نو ځکه دې ته د شهیدانو نه بلکې د لنډغرو د انډوخر ورځ ویلای شو.

مخکینې مطلب

بلخ: طالبانو په چمتال کې ۱۵ پوستې او یوه قرارګاه نیولې

بل مطلب

افغانستان غوره ليګ: راشد خان او افريدي په يو، یو لک ډالر واخيستل شول

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com