جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

فحشاء او عریاني خپرول د امریکا دجنک له اساسي اهدافو څخه دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 11, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
206
ځلې شریک شوی
651
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 عزام حقاني

#یادونه:  په لیکنه کې زیات تمرکز په وسائلو شوی چې امریکا ورڅخه د دې هدف په ترسره کولو زیاته استفاده کړې ده.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

تیره ورځ مې یوه ویډیو ولید چې پکې امریکایي فوځیان وړو او کوچنیو ماشومانو ته داسي مجلې ورکوي چې په هغو کې لوڅ او بې حیا تصویرونه او عکاسۍ راوړل شوې دي،  تر ټولو تعجبه لا داچې د یو فوځي لخوا څخه په ټوله مجله کې هغه ځایونه ورته په نښه کیږي په کومو کې چې دا انځورونه راوړل شوي وو چې دا وګورئ او هغه ماشومان په خندا خندا سره هغه لڅو عکسونو ته ګوري او بیایې له ځان سره وړي!!

راځم دیته چې امریکایان ولې او د څه لپاره داسي کار کوي؟؟

غرب په مجموع کې امریکا په ټولو اسلامي هیوادونو کې له هر راز ممکنه وسائلو څخه په استفادې غواړي نجونو او هلکانو ته د جنسي غریزې د سړولو او یو له بل سره د جنسي چارو د زده کولو او عادي کولو لارې او طریقې وښیي څو د تل لپاره دا قوم د دوی استعمار او واک لاندې په ذلیله توګه ژوند وکړي.

د دې لپاره یې له مختلفو لارو چارو کار اخیستی څو په اسلامي هیوادونو کې نجوني او هلکان له وړوکوالي څخه په جنسي بې لارتیا روږدي کړي ، څو له کوچنیوالي څخه حیاء او شرم پکې ختم کړی شي.

هغه وسائل چې امریکا ورڅخه په جنسي بې لارتیا کې زیات کار اخیستی دادي:

۱ــ  تعلیمي نصاب ، تعلیمي ماحول او استاذ دی.

تعلیمي نصاب چې د پوهانو له نظره د یو قالب په څیر دی چې څرنګه د قالب جوړښت دی همغسي به هغه څه چې له دې قالب څخه راوزي همدارنګه وي.  او همدا راز تعلیمي نصاب د ملتونو او ولسونو په جوړولو کې رغنده رول لري. د امریکا حکومت دې نقطې ته پام سره  له یرغل سره سم کاملا د افغانستان اسلامي تعلیمي نصاب له لومړي ټولګي څخه تر پوهنتونه پوري تغیر کړ او پر ځای یې یو سیکولر له اصیل اسلامي فرهنګ ، عقایدو  او اخلاقو څخه خالي نصاب راوړ  کوم چې د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې د امریکایي او یهودي لویو لویو پوهانو لخوا څخه د افغانستان د تعلیمي سکتور لپاره جوړ شوی وو څو یې د همیش لپاره افغان قوم خپل غلام ګرځولی وي.

تعلیمي ماحول: افغانستان یو اسلامي هیواد دی وګړي یې %۹۹ مسلمانان دي  په هر څه کې د اسلام مبارک دین د لارښوونو او احکاماتو په رڼا کې خپلې چاري تر سره کوي.

اسلام د زده کړو لپاره داسي یو فضاء او محیط برابروي چې کاملا اسلامي ، د ښځو او نارینه وو له اختلاط او ګډوالې څخه پاک وي. خو د امریکا له یرغل سره دا هم تغیر شو د نجونو او هلکانو ګډ او ملخوط تعلیم ضروري وګرځیدی ، په لیسو، منځنیو زده کړو ، لومړنیو او عالي تحصیلاتو په تعلیمي مراکزو کې هلکان او جینکۍ یوځای او ګډه زده کړه پیل کړه چې هلکان او نجوني څنګ په څنګ او یا په یو کتار کې هلکان او بل کتار کې نجوني ناستې وي چې تر منځ یې هیڅ حائل او پرده موجوده نه وي بې تکلفه یو له بل سره ګف شف ،  ټوکې ټکالې او بنډارونه کوي او دا کار په ډیموکراتیکو نظامونو کې د زده کړو له لوازمو څخه دي. همدا راز یې مخصوص یونیفارم لازمي وګرځاوه ، صلیبي یرغلګرو خپل لاسپوڅي حکومت ته امر کړی دی چې په تعلیمي مراکزو کې پر ښوونکو  زده کوونکو او اداري پرسونل مخصوص لباس د ذکورو او اناثو لپاره لازمي وګرځوي یعني صرف تنګ پتلون او تنګه کورتۍ چې د جسم وتلي ځایونه لکه کوناټي ، او تیونه له ورایه پکې ښکاریږي ، دغه راز د ښوونکو او اداري پرسونل لپاره د نیکټایي اچول لازمي دي، او نارینه زده کوونکو د سرونو لڅول لازم دي چې درس ته به لوڅ سرونه ځي. (دا ګرد شیان زما د سترګو لیدلی حال دی. )

ښوونکی او استاد:  د دغې غربي او شیطاني پروسې د تطبیق ، ترویج او تعمیل لپاره باید اسلامي هیوادونو هغه سړي او ښځې د ښوونې پر دنده و ګوماري ، چې سیکولر وي او له غربي بې حیاء تهذیب سره مینه لري او یا هم کمونیست او لیبرال وي او په خپله هم په جنسي ازادۍ ګروهمند وي.  په غیر اسلامي هیوادونو کې روزل شوي وي د فاعلیت او مفعولیت دواړه چارې یې په خپلو ځانونو تطبیق کړې وي. بیلګې یې زښته ډیرو لرو

۲ــ مجلې ، اخبار او ورځپاڼې دي چې د غربي یا سیکولرو ، کمونیستو او لیبرالو لیکوالانو لخوا څخه لیکل شوې وي. قصدا لوڅ ، بربنډ او بې حیاء داستانونه ، کیسې او لغړ د ښځو عکسونه را اخلي او بیا په ډیره ارزانه توګه ویشي څو خلګ ور سره په اسانۍ عادي شي او په وړاندې یې هیڅ ډول غبرګون ونه ښیی.

۳ـــ ټلویزونونه او راډیوګانې:  د اسلامي هیوادونو د راډیو او ټلویزون په خصوصي خپرونو کې داسي پرګرامونه جوړول او خپرول چې جنسي هڅونې پکې وي.

په راډیو او ټلویزون کې سربیره په فحشاء ، سیکسي توب ، بازۍ یعني د نارینه او ښځې غاړه غړۍ کیدل یو پر بل سوریدل او یو له بل څخه مچې اخیستل او داسي نور د بې حیایي او فحشاء چاري تر سره کوي.

چې بیلګې یې  ستاره افغان ، هندي او ترکي سریالونه ،  ډرامې او نور مبتذل پرګرامونه دي چې %۸۰ پکې په دې کار کیږي څو ځوانان او پیغلې له جنسي بې لارتیا سره روږدي کړي.

دا ټول هغه وسائل دي چې امریکایانو ورڅخه په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې کار اخیستی او خپل هدف ته چې په ځوانانو او پیغلو کې فحشاء ، عریاني او له جنسي اړیکو سره روږدي کول دي عام کړي څو د اسلامي امت ځوانان توکم عیاش ، د جنسي غریزې لېوال ، د اخلاقي فساد داسي لوبغاړی وګرځیږي چې د تم کیدو سرحد یې نه وي.

څو په نتیجه کې داسې یو ټولنه رامنځته کړي چې ټول تمرکز یې د نس مړول او جنسي غریزې اشباع کول وي او بس، له زهنه یې د اسلامي امت د مستقبل فکر همدې شیانو ایستلی وي شپه او ورځ د دې دوو قوو د مړولو په سوچ کې وي.

څو غرب ورباندې په هوسا او ارامه توګه حکومت او باداري وکړي.

ځکه دا تاریخ ثابته کړې چې په کومو ملتونو او ولسونو کې چې د فحشاء او بې حیایي میکروب خور شوی بیا هغه ملت د همیش لپاره په پښو نه دی دریدلی تل د نورو تر استعمار او سلطې لاندې د خیټې د مړولو په هڅه کې وي.

سې شنبه: د ۱۴۴۰ هجري قمري کال لومړۍ ورځ

مخکینې مطلب

زموږ سياسيون ولې خيانت کوي؟

بل مطلب

ننګرهار:په چاودنه کې تر ۵۰ ډیر کسان وژل شوي، طالبانو او ارګ پیښه غندلې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com