
د عاشورا بوږنوونکې پیښې
عزیر اسدخیل
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) لمسی او د حضرت علي ( کرم الله وجهه ) زوی سید الشهداء امام حسین (رضی الله عنه) په (۶۱) هجري قمري کال د باطل د نه منلو په خاطر د کربلا په بیدیا کې د یزید بن معاویه د پلویانو (شمرذی الجوشن) او د هغه د شپږو تنو ملګرو له خوا په ډیره بېدردۍ سره په شهادت ورسید .
انا لله وانا الیه راجعون
همدارنګه د عاشورا په ورځ !
۱ــ د عاشورا په ورځ حضرت ادم علیه السلام پیدا شوی.
۲ــ د عاشورا په ورځ مځکه او قلم پیدا شوي.
۳ــ د عاشورا په ورځ د ادم علیه السلام توبه قبوله شوې.
۴ــ د عاشورا په ورځ حضرت نوح علیه السلام او ورسره مسلمانان د کشتی په ذریعه له توپانه وژغورل شول.
۵ــ د عاشورا په ورځ حضرت ابراهیم علیه السلام د نمرود له اور څخه نجات پیداکړ.
۶ــ د عاشورا په ورځ حضرت موسی علیه السلام او بني اسرائیل د فرعون له ظلمه نجات وموند او د قلزوم له سمندره سلامت تیرشول.
۷ــ د عاشورا په ورځ حضرت سلیمان علیه السلام ته پاچاهي ورکړل شوه.
۸ــ د عاشورا په ورځ حضرت ایوب علیه السلام له اوږدې ناروغۍ نجات وموند.
۹ــ دعاشورا په ورځ یونس علیه السلام د ماهي له ګیډي سلامت راووت.
۱۰ــ د عاشورا په ورځ حضرت یوسف علیه السلام له نهه کلن زندان وروسته راخلاص شو.
۱۱ــ دعاشورا په ورځ حضرت عیسی علیه السلام اسمانونو ته وخوت او د یهودیانو له ظلمه خلاص سو.
۱۲ــ د عاشورا په ورځ به قیامت راځي.
۱۳ــ د عاشورا په ورځ پر موسی علیه السلام باندي تورات نازل سو.
۱۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او بي بي خدیجې رضی الله عنها ترمینځ نکاح ترسره شوې.
۱۵ــ د عاشورا په ورځ سیدنا امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه شهید شوی.



