کابل ټکی کام ۰۵جدې/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
اسرائيلو تېره ورځ ماښام مهال د غزې ختيځ لور ته له فلسطينيانو سره نښتو کې يو فلسطيني ځوان وژلي او له شلو ډېر نور ټپيان شوي دي، بل لور ته غربي تړانګه کې اسرائيلو يوه مېرمن په دې تور وژلې ده، چې ګوندې پر موټر يې د اسرائيلو وهل غوښتل.
غزه کې د روغتيا وزرات وياند ویلي، د رفيق وهدان په نامه ۲۲ کلن ځوان وروسته له هغه ساه ورکړه، چې د اسرائيلو له لوري په ډزو وويشتل شو.
سرچينو بل لور ته په غربي تړانګه کې د يوې فلسطينۍ مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکړی، اسرائيلو پوليسو منلې ده، چې يوه مېرمنې يې له دې امله وژلې ده، چې ګمان کېده، پر موټر د اسرائيلو د وهلو اراده لري.
خو عيني شاهدان وايي، اسرائيلي پوځ دغه مېرمنې هيڅ پې هيڅه وژلې ده او فلسطيني امبولانسونه يې نژدې ورتګ ته نه پرېښودل. دغه مېرمن د څلورو اولادونو مور او د هغوی سرپرسته وه.
په غزه او غربي تړانګه کې د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ د تېر اکتوبر له لومړۍ نېټې دغه ډول شخړې روانې دي، چې تر دې دمه په کې سلګونه فلسطينيان او لسګونه اسرائيل وژل شوي دي.


















