کابل ټکی کام ۰۵جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت د والي ویاند ښاغلی عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې پرون ماښام مهال د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ د قاسم آباد نومې سیمې د یو قومي مشر پر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه.
عطاءالله وویل په برید کې نوموړی وژل شوی دی، او یو بل تن ټپي شوی دی.
د بهسودو ولسوالۍ ځايي خلکو رسنیو ته ویلي دي چې نوموړی یو قومي مشر وو، چې نوم یې ملک فقیر شاه وو، او اصلي ځای یې کشمنډ سیمه وه، خو اوسمهال په بهسودو ولسوالۍ کې اوسېدو.
لا تر دا مهاله د دغې چاودنې پړه چا نه ده منلې.


















