ددنيــا خـلـکو تـه ګوره رنګ پــه رنګ دي
خداى پيدا څوک ښايسته اوڅوک بدرنګ دي
څوک دبـل په اشاره ددين توهــين کـــړي
څوک را پورته بيا دښکلي ديـن په ننګ دي
رســيدلــې ارادې يـې پــــــه زوال دي
اومـيـدونــه دلتـــه خــاوري دپرنـګ دي
چه په نيت څوک داشغال رادرومي دلـــته
معلوميږي چــه له خپــله ژونـده تنګ دي
چــا جـوړ کـړي دشهيـد په پاکو ويـــنو
بلـډينګونــه تر اســمانـه پوري دنګ دي
سـر ببر ګريوان شليدلى دچا عشـق کې
دحـــامد ټول عــادتــونـه دمــلنګ دي


















