شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د ملکي تلفاتو بوږنونکی وضعیت: ولې ، څوک او د څه لپاره دا جسارت کوي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اکتوبر 4, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
6
ځلې شریک شوی
80
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۲)

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

د ملکي تلفاتو وروستی بوږنونکی وضعیت تر ټولو پیچلي پړاو ته ننوتلی تر دې چې نړیوالې اندیښنې یې هم راپارولې او د ملګرو ملتونو پرلپسې راپورونو د دې فاجعې اصلی څیره لږ تر لږه بربنډه کړې ده.

په تیره نږدې یوه میاشت کې د امریکایانو له خوا چې افغان ملګرو (ځانګړو ځواکونو) یې حمایت کاوو په مخامخ ډزو او بمباریو کې ۷۱۳ ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښـتې ، چې تر دوه نیم سوه زیات وژل شوي او نور ټپیان دي .

په دې راپورتاژ کې دا روښانه کوو چې د روان کړکیچن وضعیت لاملونه څه دي، هدفي عملیات د څه لپاره او څوک یې تر شا دي .

لاملونه یې: 

شنونکي وایي، په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې تجربو ښوودلې کله هم چې طالبان په کومه سیمه کې پرمختګ کوي، یا هم مقابل لوري ته تلفات اړوي، هغوی یې په غبرګون کې له ولسي خلکو د بمباریو او ړندو عملیاتو په توسط غـچ اخیسـتی دی.
دا چې سږکال طالبانو خورا خوځنده بریدونه وکړل او د دوو ولایاتو (فراه او غزني) مراکز یې تر څه وخته په خپل کنترول کې واخیستل، دغه راز یې تر ۳۰ ډیرې ولسوالۍ تر خپل حاکمیت لاندې راوسـتې او د دولت پلوه ځواکونو هر نوع هوایي او ځمکني عملیات یې پر وړاندې بې ګټې وو، نو یې د خپل پخواني تکتیک له مخې د ملکیانو د ربړولو او د هغوی د وژلو لړۍ را پیل کړه، څو په دې توګه دوه کارونه وکړي؛ لومړۍ داچې پر طالبانو فشار راوړي، که یې بریدونه کم نه کړل، نو ولسونه به یې دا ډول قُرباني ورکوي او بل داچې ولسونه  پوه کړي چې د طالب په نوم هرې آزادي غـوښتونکې ډلې ته که پناه ورکړي، بقا به ونه لري ځکه چې کورونه به یې وران او ماشومان او ښځې به یې د امریکایانو او د هغوی د افغان ملګرو د عملیاتو ښـکار وي.

هدفي عملیات د څه لپاره؟

له هدفي عملیاتو څو موخې دي، شنونکی احمدسعیدي وایي، امریکایان غواړي له یوه پلوه په افغانانو کې د ولسي رهبرۍ مخینه له منځه یوسي او په دې توګه یې علماء، سپین ګیري او قومي مشران خپل هدف ګرځولي، تر څو یو شمیر د ځوان قشر هلکان چې په لویدیځوال کلتور روزل شوي ، پالل شوي وي ،ځای ډک کړي او په دې توګه د مقاومت راج د ولسونو له زړونو لرې کړي.
دغه راز د ماشومانو او میرمنو د وژنې پیښې ډیرې دردونکې وي ،نو په دې ډول ګډې قواوې غواړي چې د بهرنیانو پر وړاندې پاریدلي احساسات په داسې ګواښونو کنترول او مخه یې ونیسي.
هغه ستراتیژي چې د ګټې پرځای یې ګڼ طالب ضده افغانان اړ ایستلي څو د دولت پر خلاف د طالبانو په لیکو کې فعال مقاومت ته ملا وتړي.
دغه راز بهرنۍ استخباراتي شبکې یو اوږدمهالی خطرناک هدف دا هم لري چې د دې وحشتونو پړه پر افغان ملګرو ومني او دغه راز یې په هره وحشیانه پیښه کې له ځان سره د یوه شریک ځواک په توګه په ملتیا بوځي، څو د بهرنیانو له وتلو سره سم یوې بلې کورنۍ شخړې ته لار هواره او د ولس او د امریکایي ملاتړو (افغان ځواکونو) ترمنځ د کسات بله دریڅه پرانیزي چې د دې لوړه بیه به بیا همدا ځانګړي ځواکونه پرې کوي.

 

څوک یې تر شا دي؟ 

که څه هم په وروستیو کې د بلک واټر جګړه مارې شبکې د راتګ خبرونه زیات شوي آن چې ولسمشر یې هم پر وړاندې منفي غبرګون ښوودلی او پارلمان هم د یادې کمپنۍ د راتګ په هکله اندیښنه ظاهره کړې، خو د چارو پوځي کارپوهان وایی چې دا ډول هدفي عملیات او وژنې د امریکایي جګړه مارې کمپنۍ (بلکواټر) کارونه دي چې غواړي په دې توګه د هغوی د وحشیانه کړنو له پاره یو پیل وکړي.
دغه راز ځینې ناتائید شوي راپورونه دا هم وایي چې امریکا په غیر رسمي بڼه د بلک واټر کمپنۍ ته اجازه ورکړې تر څو په افغانستان کې په آزمایښتي ډول خپل فعالیتونه پیل کړي.

نتیجه: پوځي کارپوهان د خپلو تجربو له مخې وایي، ښایي دا ډول هدفي عملیات او بمبارۍ چې یواځې ملکي خلک په کې ښکار کیږي، د یوه لوی ولسي پاڅون پیلامه وي چې پایلې به یې امریکایانو او د هغوی په ملاتړ افغان ځواکونو ته خورا دردونکې او خونړۍ وي.

لوی ټکي: ملکي تلفات
مخکینې مطلب

ښوونیز بهیر، ستونزې او ننګونې

بل مطلب

امريکا له طالبانو غوښتي چې جګړه بنده او سوله وکړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com