کابل ټکی کام ۰۶جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کونړ پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې نا پېژانده وسلوالو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶غړي وژلي دي.
د کونړ ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سید خېل د یادې پېښې په تأیید سره وویل چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په بري کوټ نومې سیمه کې را منځته شوې ده.
ده وویل، د دغې پېښې وژل شوي کسان: ۲ښځې، ۲ماشومان او ۲نارینه دي.
ده زیاته کړه چې یاده کورنۍ له نورستان ولایت څخه کونړ ته را په کډه شوې وه.
لا تر دې مهاله پورې د یادې پېښې په اړه چا څه نه دي ویلي، خو په اړه یې پولیسو څېړنې پیل کړي دي.


















