دا کمکی خــــــيال وړوکي زړونه جهان څه پېژني؟!
لــــــــــه حـــــــــقيقـت نه ناخــــــــبره لقمان څه پېژني؟!
د سمندر له نه منونکو نه ګـــــــــــــــــــــــيـله نه کېږي
د سمڅو خلک به هسکـــتوب د اسمان څه پېژني؟!
مونږ يې معذور ګڼو که خير د اســلام نه مني څوک
د ګلاب بوی به استوګن د ډېران څه پېژني ؟!
عمر يې تېر کړلو غافـــــــــــــــــله د ابليس کلتور کې
دا د بائبل شــــــــــــــــــاګردان راز د قرآن څه پېژني ؟!
چې شپه او ورځ لکه مرَيَان د دښمن مخ ته ښوري
خوند د سنګر ، شنې سردرې ، او بازان څه پېژني ؟!
له يو مطلبه ، تر مطلبه چې په صف را ګــډ شول
د غازي قدر ، زمونږ شهيد او ارمان څه پېژني ؟!
د خدای د دين خدمت کوو مين په سپينو حـورو
په سخته ورځ کې زمونږ خندا جاهلان څـه پېژني؟!
له کلي کــــــور نه بې پروا عاشق د سر په بدل
خپل مطلب غواړي خطرناک دښمنان څه پېژني ؟!
څوک چې خبر دي له جنت او د جنت له حورو
هغوی دردونه ، مرګ کړاو ،او زندان څه پېژني ؟!
په پَردو پټه ده ښکلا د فدايانو د راز
جاهل سړی د غه پردې د ايمان څه پېژني ؟!


















