ليکوال ـ بدر منهاج
له داعش څخه داسې يوه بلا د سيمې او نړۍ هيوادونو جوړه کړې چې هر يو بل پرې ويروي.
په افغانستان کې هم کوم ګروپونه چې داعش ته ځان منسوب بولي په هغوی باندې امريکا ، ګډ حکومت او په سيمه کې ځينې نور قوتونه په سيمه کې خپل رقيب هيوادونه ويروي چې يو له هغوی نه ايران دی.
سره له دې چې د داعش ډيرې کړنې په عراق او سوريه کې د ايران او د ايران د لاسپوڅو رژيمونو په ګټه تمامې شوې دي خو بيا هم ظاهراً ايران ، داعش په افغانستان کې خپل ځان او خپلو ګټو ته او افغاني شيعه ګانو ته یو خطر بولي. اوس په افغانستان کې شيعه سياسي تنظيمونه او پخواني جنګسالاران د ايران د سپاه انقلاب او وزارت امنيت دولتي سره په ګډه هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د داعش په وړاندې د سپر د جوړولو په پلمه د خپلو ګټو د خونديتوب او مبهمو موخو د لاسته راوړلو لپاره مداخله وکړي او د طالبانو د مخ په زياتیدونکي قوت مخه ونيسي.
په کابل کې د يوې کره سرچينې د معلوماتو له مخې د ملا محمد رسول په مشرۍ څو هغه کسان چې د طالبانو له ډلې څخه وتلي دي د ايران له لوري حمايه کيږي او دوی ته يې زيات مالي امکانات په لاس کې ورکړي دي.
ويل کيږي د ايران ، ملا محمد رسول او نيازی تر منځ رابطه د شيعه ګانو د حزب وحدت د يو مهم غړي ډاکټر طالب له لوري برابره شوې ده.
د ايرانيانو په زعم دوی بايد د داعش په وړاندې له پښتنو څخه يو څوک حمايه او له داعش سره يې مقابلې ته وړاندې کړي. ځکه د دوی په فکر داعش هم سر په پښتنو کې راپورته کړی او له طالبانو څخه ځکه دوی ورته موخې ته د رسيدو تمه نلري چې طالبان له دوی سره تعامل په افغانستان کې د يو مطرح او مسؤل ځواک په توګه کوي او دوی يې د خپلې خوښې سره برابر ګټه نشي ترې اخيستلای. او طالبان دې ته چمتو هم ندي چې د داعش په وړاندې له چا څخه کمک واخلي او يا د داعش دومره پياوړي معرفي کړي چې د ماتولو لپاره يې بل چاته ځان اړ وښيي.
ويل کيږي ډاکټر طالب د حزب اسلامي له ځينو غړو او پخوانيو قوماندانانو سره په انفرادي ډول ليدنې لري او ترې غواړي چې د ملا محمد رسول ملاتړ وکړي. په دغه نوې لوبه کې له ډاکټر طالب سره نور شيعه تنظيمونه په ځانګړې توګه د محقق ډله هم ملګرې ده. دا په داسې حال کې ده چې څو ځله د کندهار کابل په لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې د مسافر وړونکو بسونو څخه هزاره توکمه کسان ، داعش ته د منسوبو وسلوالو له لوري وتښتول شول ، ځينې يې ذبح او ځينې يې د پيسو او بنديانو په تبادله کې خوشي شول د کومو په ضد چې طالبانو څه موده وړاندې تصفيوي عمليات ترسره کړل او سيمه يې ترې پاکه کړه.
په دغه عملياتو کې ځينې تښتول شوي هزاره ګان هم طالبانو خوشي کړل ، د اوس لپاره دغه لار خوندي ده او طالبانو په خپلو تصفيوي عملياتو د سيمې د پښتنو او هزاره ګانو په منځ کې د يوې لويې قومي شخړې مخه ونيوله.
د شنونکو له آنده تر اوسه پورې ايران له طالبانو سره دښمني پالي او دې ته تيار ندی چې له امريکا او غرب سره د طالبانو په ضد پټه همکاري پای ته ورسوي ، او پخوانۍ شمالي ټلواله له طالبانو سره د اړيکو د ښه کولو له امله خپه کړي.
شنونکي زياتوي چې د نړۍ او سيمې هيوادونه زياتره وخت د طالبانو په برخه کې له ناسم پوهاوي سره مخ شوي او د هغه افغاني کړيو له لوري غولول شوي کوم چې له طالبانو سره دښمني لري او غواړي له طالبانو څخه په سيمه او نړۍ کې د خپلو ګټو په خاطر يو ډول تشويش خپور کړي.


















