امریکایی فوځ د افغانستان په جنګ کې له ویاګرا ګولیو څخه څه ډول کار واخیست؟

ترجمه: اسدخیل
د امریکي پخوانیو نظامیانو د وینا په اساس امریکایی فوځ د 2001 کال په پیل کې د طالبانو پر مرکزونو د یرغل پر مهال له هغه جادو ته ورته وسیلې نه کار واخیست چې د نارینه و سره په جنسي طاقت کې کومک کوي . دا وسیله د ویاګرا ګولۍ دی چې دجنسې طاقت په لوړولو کې ښه اغیز لري.
واشنګټن پوست امریکایی ورځپاڼې د یوه هغه نظامي څخه چې د افغانستان په جګړه کې یې ګډون کړی په نقل قول سره لیکلی چی څنګه یې د یو څو دانو برګ رنګه ګولیو په عوض کې د طالبانو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړل.
هغه خوشبخته چې د ویاګرا ګولۍ یې ترلاسه کړي یو شپیته کلن افغان قومي مشر دی چې څلور میرمنې لري، د مرکزي استخباراتو ارګان یوه ضابط ورته یو پاکټ ډالۍ کړ چې 4 دانې ویاګرا ګولۍ پکې وي.
ضابط ورته وویل: د دې پاکټ نه یوه دانه استعمال کړه خوښه به دی شي.
ضابط وایی چې ډالۍ وړیا نه وه، د جادو په څیر اغیز یې درلود، او هغه داسې چې دغه سپین ږیری 4 ورځې وروسته بیا راغی چې د ځوانۍ نښې ورباندې ښکاره شوي وي.
پرته له دې چې ضابط ورنه د اغیز په اړه د معلوماتو پوښتنه وکړي، سپین ږیری پخپله د طالبانو د رازونو په هکله چې څه ډول د هغوی هستوګنځایونو او قوماندانیو ته ور رسیدای شي د څرنګوالي په اړه د سیلاب په څیر معلومات وړاندې کړل خو په عوض کې یو شمیر د ویاګرا نورې ګولۍ وغوښتې.
دا پیښه د امریکایی فوځ د تازه نوښتونو لارو چارو ته اشاره کوي، چې له دې لارې د هغو هیوادونو په اړه معلومات ترلاسه کوي چې غواړی نظامي یرغل پرې وکړي، دا طریقه د پخوانیو هغو مروجو طریقو پر خلاف ده چې جاسوسان به په پیسو اخیستل کیدل.
د ویاګرا ګولیو تر څنګ یې د غیر مروجو ډالیو یو لیست چې امریکایی استخباراتي چینلونو تیار کړی څو سیمه ایز لاسپوڅي پری تابع کړي، چې له جملې نه یې د څه سامان، درمل، او د جراحي عملیاتو کول، د ماشومانو د لوبو سامان او د ښوونځی سامان آن چې د سفر پاسپورتونه پکې وو هم ورکول.
د مرکزی استخباراتو د ارګان یو پخوانی هغه مسؤل چی په افغانستان کې یی کار کړی وایی: شونې ده چې اغیزمن ملګري د ښوونځیو د جوړولو او د ویاګرا ګولیو د ورکولو له لارې ومومي.
په افغانستان کې د اوږدې تجربې په اساس امریکایی نظامي مسؤلین په دې عقیده دي چې پر ځای د دی چی چاته یو زیات څه ورکړی، کولای شي قبایلی وګړي وپیري چې ځینو له امریکایی فوځ سره کار کړی او ځینې نور له طالبانو سره دی.



