غزل – سعادت کلیوال

سعادت کلیوال
ته راته وایه د الفت او مسیحا افسانې
ډیری وختونه زخمي زړه ته شي دوا افسانې
د ښار روښانه څراغونه له وفا منکر دي
راځه شپونکیه نن را وایه د صحرا افسانې
مونږه نالوستو ته درسونه د غیرت راکوه!
زمونږ په غوږونو کښې ونکړې د بلا افسانې
له هر زلمي نه یې احساس د خپلواکۍ وړی دی
ځکه مې ړنګې کړې کتاب کښې د لیلا افسانې
نن مې هغه استاد په شکل د فرعون کښې ولید
چه یې پرون کړې د اسیه او د موسی افسانې
ځوانه ایثار دې د تلپاتې ژوند خبر راکوي
صبا دې وینم په تاریخ کښې د وفا افسانې
د سعادت له دې جنونه هم خبر یې که نه؟
چه بې اختیاره یې له خُلې راځي د ستا افسانې



