شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عبدالجبار قهرمان او پښتونولي!!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اکتوبر 19, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
58
ځلې شریک شوی
727
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابو ياسر افغان

کمونیستي فکر والا لګیا دي وایي د نجيب د لاس وروستی نيالګي هم د مرګي خزان وځاپه او ولاړ، مستشرقین لګیا دي وايي د اسلام په کوم کتاب کې راغلي چې قهرمان ووژنه او بیا وایي دا د تندلاریتوب یا اسلامي فکر له برکته داسې ظلم وشو، ډیموکراتان لګیا دي چې نن یا سبا په اسلام آباد د افغانستان بیرغ رپوونکی جنرال قهرمان پنجابيانو مړ کړ، دا چې په اسلام آباد یې بيرغ هسکاوه نو دلته یې د دوی په اصطلاح له پنجابيانو ولې ځان و نه شو ساتلی دا پوښتنه لا په خپل ځای لاځوابه پاتې ده، د کوزې پښتونخوا نه هم یو څو خلقيان را لګیا دي او د حال په ژبه وایي: نیم افغانان به مو وژلي وای ښه وه، خو دا یو د نجیب لاروی به مو نه وژلو!! پاتې شول د فیسبوک پرصفحه د ځینو اسلامپالو نظرونه، نو دوی هم په غیر مستقیم ډول د قهرمان وژنه تقبیح کړې او غندلې ده، خو په ظاهره یې یو څه بدل رنګ ورکړی چې ګواکې موږ دا کار نه غندو خو خفه یو پرې، دا نو دا مانا لري چې څوک ووایي، زه نه ځم خو روان یم!!
د حیرانتیا ځای خو دا دی چې تر اوسه د یو مجاهد په مرګ ټولو خواوو په یو ځل خواشیني نه ده څرګنده کړې، دا خو لا څه چې څه موده مخکې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د مرګ خبر خپور شو، همدغو کسانو چې نن د جنرال قهرمان په مرګ ساندې لیکي او د خلقيانو وروستۍ تکیه ګاه یې ګڼي، هغه مهال د خوشحالۍ سندرې ویلې او اسلامپالو په ځانګړي ډول طالبانو ته یې پیغورونه ورکول، دا ډېره د تعجب خبره ده چې نن بیا د کوم دلیل له مخې د جنرال عبدالجبار قهرمان په مرګ د کمونيستانو څخه زیات د اسلامپالو فعالینو د خواشینۍ لیکنې مخې ته راځي، چې دوی د کمونيزم د لارویانو سره دا خواخوږي په کوم دلیل پیل کړه او ولې؟!!
که خبره د یو مهم شخص شي، نو قهرمان خو مخکې د روسانو لپاره ارزښت درلود او اوس یې امريکايانو ته کار کاوه، افغانستان، افغان ولس او اسلام ته یې څه خیر رسیدلی و؟ که خبره د پښتون شي او ځیني معترضین چې اسلامپاله هم په کې شامل دي، دا وایي چې ځکه خفه یو او خواشیني څرګندوو چې قهرمان یو پښتون و او د ده پر وژل کیدو د پښتنو مشرانو څخه یو تن کم شو ای کاش د ده پر ځای د شمال ټلوالې کوم جنګسالار وژل شوی وای، نو هغوی ته همدومره وایم چې موږ ته پښتونولي تر اسلام مخکې نه ده، بیا دا خو کوم، انجنیر، ساینس پوه، فیلسوف یا کومه بله تعلیمي سټه نه وه چې څوک دې ووایي یا دې تمه ولري چې کیدای شي نن نه خو راتلونکي کې به د اسلام لپاره د خدمت مصدر ګرځېدلی وای، بلکې دا یو جنرال و او بیا کاش چې ده اوس کوم کار کولای خو موږ پښتنو ته له ټلوالې زیات د دوی له لاسه پېښه ده، جنرال صيب سنګوریان روزلي وو خو د خارجیانو او پنجابيانو پرضد نه بلکې د هلمند د عام ولس پرضد، ښه نو کاش چې ده خو دا سنګوریان د شمال ټلوالې د کنترول لپاره روزلي وای، یا یې پرې د هیواد سرحدونه ساتلی، ده خو د هلمند عام ولس پرې داړلو ښه نو د داسې پښتون یې افغانانو ته څه خیر؟ پرون د روسانو لاسپوڅي او نن د امريکايانو، د داسې شخص، داسې پښتون او داسې جنرال نو ګټه څه وه افغانانو ته؟؟
زه دا نه وايم چې د ټلوالې جنګسالارانو څخه دا مهم و، خو دومره وایم چې د پښتنو د قتل عام لپاره د ټلوالې جنګسالاران نه راځي همدا د عبدالجبار قهرمان په څېر پلورل شوي د پښتنو د وینو تجارت کوي او چې دوی زموږ د پښتنو د قتل عام مس‍ؤل دي، حتما به یې د مظلومو پښتنو آزار وهي، قهرمان باید د کمونیستانو له حاله عبرت اخيستی وای او نور یې بايد خپل ځان کنترول کړی وای، خو نه نه هغه یو بدمعاش هم و، د اشعالګرو خدمت یې دنده وه، د قتلونو عملي تجربې یې په عامو ولسي سیمو کې پر عامو افغانانو ترسره کولې او همغه و چې د خپلو اعمالو په سزا ورسېده، نا ویلي باید پاتې نه شي چې څوک زما د مومنو ولسونو قتل عام کې عملاً برخه اخلي، په وژل کیدو مو خوشحالي لمانځي د داسې خلکو په غم غمرازي راته د خپل ایمان، وجدان او خپلو خلکو سره ستره جفا ښکاري، دا کمونيستان د شهیدانو، کونډو او یتیمانو آزار وهلي او یو یو به ختمیږی، نه یې پښتو مهمه ده نه یې مهارت او تجربه، چې د اسلام خلاف د کفر صف کې ولاړ وي دا به یې حال وي.
د ټلوالې قوماندانان به زموږ دښمنان وي، مګر د خپلو خلکو لپاره یې ډېر کار کړی او کوي یې، مګر زموږ د پښتنو له منځه راوتلي د قهرمان په څېر خلک بیرته پر موږ پښتنو د مرګ میچنې ګرځوي، نو څنګه یې په مرګ خفه شم؟ آيا د سنګوریانو په نوم د قهرمان د ډلې له ظلمونو او وحشتونو خبر نه یاست؟؟ آيا د امریکایانو په ملګرو خواشیني یاست؟ نن ولې د کمونیستانو سره غمرازي کوئ؟؟ هغوی خو ستاسو د نسل په ختمولو پسې راخیستې او تاسو یې د مشرانو په مرګ د غم ساندې لیکئ، مطلب دا چې لږ فکر وکړئ، که همدغه ډول خلک د صلیبیانو ملاتړ و نه کړي، صلیبیان دلته وخت نه شي تیرولی او بیا دوی خو زموږ پخواني قاتلان دي، په مرګ یې د ساندو لیکلو وړاندې تاریخ وګورئ، مفکوره یې وګورئ، د اسلام او جهاد سره دښمني یې وګورئ، نو بیا به کله هم د داسې قاتلانو او جنګسالارانو په مرګ د خفګان احساس و نه کړئ.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

مخکینې مطلب

و یشف صدور قوم مومنین ...!

بل مطلب

جبار قهرمان د ژوند تر پايه د مسلمان ملت په خلاف د اشغالګرو په چوپړ کې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com