دمرګ په غيږ کې د ژوند خواته درومو
له دنياتيريو خپل مولاته درمو
غلیمه،ډارمو دى له زړو وتلی
په حقه چيغه وغزا ته درومو
چې جهالت یې په وړانګو ویشتلی
موږ دهغي ډيوى رڼاته درومو
وژنو یې پور ترېاخلو ستا وطنه
غمي ترى کاږو اژدها ته درومو
راسره غم دسرساتني نشته
ګوندې ترې روح واخلو بلا ته درومو
که خداى کول خداى به قبول کړي واړه
په قربانيو بار بقاته درومو
تيره اغزي مو لار نيولى نشي
اور په تندي وړو موږ ښکلا ته درومو
غروکې سنګر مو خوښ تر تخت الهامه
کورته دګرانې مور دعا ته درومو


















