سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عِلمي ډګر ته د افغانيت او اسلاميت د دښمنانو تحفه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 28, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
228
ځلې شریک شوی
336
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

وايي چې کابل پوهنتون کې محصلين په نشه يي ګوليو روږدي شوي دي، خبر کې راغلي چې دغه نشه يي ګولۍ د خوب تښتولو په خاطر کارول کيږي، مګر دا خبره له عقل او منطق خورا لرې ښکاري، يقين ته نژدې ګمان کيږي چې دوی له دې وړاندې په نورو نشه يي موادو روږدي شوي او په پوهنتون کې د هغو د نشتون له امله يې ګوليو ته مخه کړې ده.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

په هر تقدير، دا هم زمونږ په مسلمان هيواد د راتپل شوې ديموکراسۍ له ګڼو تحفو څخه يوه ده، چې افغان ملت به د نورو بدمرغه هغو په نسبت زيات په ځور او رنګارنګ بدبختيو مبتلا کړي.

دلته د راوړې ديموکراسۍ بهرنيو او کورنيو مدعيانو ادعا کوله چې افغان ملت له تعليمي اسانيتاوو محروم ساتل شوی دی او حتی د مطلق تعليم او تربيې مخه یې نيول شوې ده او دوی غواړي چې په نړيوالو معيارونو برابر تعليمي سهولتونه ورته برابر کړي.

زمونږ د ګران ولس ځينې ساده ګان په همدې غوړو او خوږو تيروتل، چې په پايله کې يې ځينو په ناخبرۍ او ځينو په شعوري توګه د تعليم او تربيې د واقعي مدعيانو مقابله پيل کړه، بد رد يې وويل او له غربي تبليغاتو په تأثر په دې ميدان کې دومره پر مخ لاړل، چې په شرعي فضا کې د تعليم حاصلولو نظم او ترتيب يې نقد او حتی وښکنځلو.

وجه دا وه چې دوی يوازې د غربيانو او غرب پلوو د ژبې پر سر خوږو خبرو باندې تيروتلي وو، چې دې خبرو ته په نظر يې ګرم هم نشو بللی، مګر په دې ځای يې سر نه و خلاص شوی چې غربيان لکه څنګه چې په اقتصادي، سياسي او استثماري برخو کې له ځان نه د چا وړانديوالی نه خوښوي، همدارنګه نه غواړ چې په تعليمي ډګر کې ترې څوک پيش قدمي وکړي او يا اقلا موازي حرکت ورسره وکړي.

دوی افغان ولس د خپلو افغان نما غرب پرستو په خولو تيرايستل او په عين حال کې يې په تعليمي ډګر کې څه سهولتونه هم ورته مهيا کړل، خو له دې بوسو لاندې يې خورا مردارې اوبه تيري کړې، چې دا دی نن يې نتېجه موږ وليدله او لا به يې ووينو.

د غربيانو حلقه بګوش اشخاصو افغان محصلين داسې بهرنيو تعليمي ادارو ته د بورسونو له لارې واستول چې ډير کم يې له افغانيت او اسلامي سليقې سره راستانه شول، څوک د صهيونيزم ښکار شول، څوک په هندوييزم ورګډ شول، څوک له سيکولر فکر سره راوګرځېدل، څوک عيسايان او څوک له نوي غربي ماډل څخه متاثر او څوک يو مخ له الله تعالی منکر شول.

په دوی کې يوازې هغو محصلينو د غربيانو له لومې نجات وموند او مستقبل يې له بربادۍ وساتل شو، چې د خپلې کورنۍ تر نظارت لاندې وو، دوی که څه هم د غربيانو ښکار ته برابر شوي و، خو د لويديځوالو په مکاري آګاه متدينو کورنيو يې لاس نيوی وکړ او له هغو بدو لارو يې راوګرځول چې له شريعت او افغانيت دواړو سره په ټکر کې دي.

کابل پوهنتون کې په نشه يي موادو د محصلينو روږديدل کومه معمولي خبره نه ده، دا د افغانانو د راتلونکې ګډوډولو لپاره د لويديځوالو او کورنيو غرب پرستو يو پلان دی چې عملي کوي يې. افغان ولس بايد دغه وضعيت بابيزه ونه ګڼي، ګنې لرې نه ده چې د نيکمرغه مستقبل په هيله ليږلی اولاد يې په رنګارنګ مصيبتونو مبتلا کړي او يا خدای مکړه د کمونيستې دورې د ځينو محصلينو په شان يې ننني زامن هم له خوندو سره د نکاح غوښتنه وکړي.

مخکینې مطلب

لوګر: نفوذي طالب د والي د ساتونکو له وژلو وروسته ګڼ مهمات له ځان سره وړي

بل مطلب

ولسمشر لیرې نکړای شو خو د طالب موسوي څپیړي له چوکۍ ګوزار کړ

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com