کابل ټکی کام فرید احمد
د ښاغلي حامد کرزي له دورې وروسته او د دوه سرې حکومت له پیل سره په افغانستان کې د پانګې اچونې چارې په صفر سره ضرب شوې او هیچا دې ته زړه نه ښه کولو چې پانګونه وکړي، خو تازه پانګونو د افغانستان پنځه ولایتونو کې ۳۶ کارخانو ته د ځمکو د ورکړې تړون لاسلیک کړ.
د پانګونې د ادارې مشر محمد قربان حقجو وویل چې د افغانستان په غزني، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ کې د خوراکي د تولید د کارخانو سربیره د وچو او تازه میوو پروسس به هم ترسره کوي.
حقجو وايي چې د ناامنۍ او کمزورې اقتصاد په وجه دیرش سلنه تولیدي فابریکې په ټپه ولاړې دي، او دادی نوی کار ترسره شو چې دا یومیلیارد او اووه سوه میلویونه افغانۍ سره به په سلګونه کسانو ته د کار زمینه مساعده شي او په زرګونه کورنۍ به لدې پانګونې ګټه پورته کړي.
خو بلخوا بیا صعنتکاران په ملک کې ناامني ، د بریښنا نه شتون او د ځمکو غصب خپلې سترې ستونزي ګڼي او وايي که چیرې دولت یې په اړه لازمه کاروايي ونکړي نو کیدای شي دوی له کارونو لاس په سر شي.
صنعتکاران وایي، (موږ په ډیرو سختو شرایطو کې په لږو امکاناتو د هیواد د طبیعي سرچینو ساختماني مواد، د خوراک، څښاک او میوې پروسس کوو، خو بد امني،برښنا او د صنعتي پارکونو غصب زمونږ د صنعت لپاره جدي ستونزې دي.)


















