غرل – محمد علي عمري

محمد علي عمري

دځواني  زور دی خمار ونڅوه

دشپې په غېږکې سهار ونڅوه

 

چي له هربند ځخه دې وڅڅېږي

خوند د مستۍ دې یو وار ونڅوه

 

ستا ودربار ته پردې لاره باندې

هرڅه نغمه کړه سیتار ونڅوه

 

چي خپل مین درنه ځان ورکی نه شي

مخته یې خوږ انتظار ونڅوه

 

ستا عمري پښتون دی نه ډاریږي

ته خویې مخې ته دار ونڅوه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button