زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده

الحاج محمد امین صاحب
زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
حضرت پرې ایښي قدمونه دومره خواره نه ده
په دې کوڅو کې جبرائیل علیه السلام پښې ابله
له شوقه تللو وروره ستا د پښو د پاره نه ده
چې د حرم په ځمکه ږدې قدم او سترګې نه ږدې
زړه دې زخمي نه دی سینه دې هم بیماره نه ده
دا مخامخ روضه چې ښکاري زرغونه د محبوب
ماڼۍ د عرش له دې نه لوړه او نامداره نه ده
دغه پنځه منارې لوړې د محبوب د حرم
یوه هم کمه د فردوس له لوړ میناره نه ده
اوس به باب السلام ورشي د محبوب روضې له
د هیڅ عاشق سینه له دې درده قراره نه ده
نور په ادب او شوق حیران شوم د محبوب د روضې
بې د الله نه مې سپارلې دغه چاره نه ده
سلام د محمد امین عرض کړه په حضور د محبوب
ځولۍ خالي راوړې چا له دې درباره نه ده



