(کابل ټکی کام : پنج شنبه، مرغومي ۱۰ مه، ۱۳۹۴ل) :
کابل نه په تازه خبرونو کې ويل شوي دي چې د تایمني په نهمه کوڅه کې زوروره چاودنه شوې، وروسته له چاودنې جګړه پیل شوې چې اوس هم په شدت سره روانه ده .
د راپورونو له مخې چاودنه د بهرنیانو په یوه ملمستون تر سره شوې، ويل کيږي دغه چاودنه د یوه سر تيري بريد په توسط شوي وي او وروسته رستورانت ته سرتیري بریدګر ورغلي وي او په رستورانت کې بهرنیانو باندي بريدونه پیل کړي وي .
د سیمې خلکو خبریالانو ته ویلي دي چې دغه سیمه کې یو رستوارانت وه چې فرانسویان په کې اوسيږي .
د بريدونو مسؤلیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلی وايي په دغه سیمه کې بهرني میلمانه اوسیږي چې په برید کې يې ګڼ شمېرمړه او ټپیان شوي دي او جګړه روانه ده .
دم ګړۍ سیمه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري کلا بنده شوې ده د عامه وګړو وتل او ننوتل له دغې سیمې حخه بند شوي دي، د پېښې د قربانیانو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي .
نور جزئيات به لږ وروسته پر لیکه شي .
سليم بریال


















