د افغانستان بحران په اصل کې د کمونيستي رژيم د غلامانو د کودتا سره سم پېل شوې دی ، چې بيا وروسته د روسانو يرغل ته د حلقي او پرچمي بانډونو زمينه برابره کړه د عام ولس د قتل نه وروسته په افغانستان کې روسانو په خپل يرغل دومره ضبابت وکړل چې تراوسه پورې د روسانو د يرغل او د تورمخو کمونيستانو د کرغېړنې کودتا زخمونه لار وغ شوي نه دي، چې دا دی د۱۴کالو راپه د ېخوا د امريکا يانو او د ناټو هېوادونو يرغل په دې يو بل ناورين دی ، چې افغان کړيدلي او مظلوم ولس يې د مال او سر په بيه ګالي روسانو يې د خپل يرغل کومه توجيه کوله او ملګرو ملتونو کې به يې افغانستان ته د اسلامپالو خطر وړاندې کاوه امريکايانو هم افغانستان ته خطر متوجه کوي . او د خپل يرغل بهانې کوي؛ خو بدبختي داده چې کمونيستي دوه ډلې خلق او پرچم د روسانو او شمالي ټلواله د امريکا يانو د يرغل ته زمينه برابره کړه دا دی اوس يو بل ناورين چې دولت، ولس او طالبان درې واړه ورسره مخ دي هغه د هېواد په ځيني ولاياتو کې د داعش ډلې سر راپورته کول دي.
د هېواد په ځينې ولاياتو لکه زابل ، کونړ کې طالبانو د داعش ډله وځپله ؛ خو د ننګرهار په څو ولسواليو کې د تيرو مياشتو کې ورځ په ورځ زياتېږي او آن خطر دا دی چې که په ننګرهار کې يې تورغر او نور جهادي مرکزونو ته ځان ورساوه بيا به دولت اوطالبان دواړو ته د داعش ځپل ګران شي. د دې راپورونو په بنسټ چې دروسيې ولسمشر ويلاديمرپوتين د طالب مشرانو څخه غوښتې چې د داعش د ځپلو لپاره ورسره مرسته کولای شي، ځکه داعش طالبانو او رسانو ته يوډول ګواښ دی. رسنيو دا راپور دافغانستان لپاره د پوتين د ځانګړي استازي ضمير کابلوف په حواله نشر کړ چې څو ورځې داخلي او بهرنيو رسنيو پرې بحثونه وکړل .
د دې راپور سره سم د طالبانو وياند پخپله وېبپاڼه د روسيې د ولسمشر ويلاديمرپوتين لخوا نشر شوي خبر رد کړل شوی. طالبانو په خپله اعلاميه کې ليکلي وو:
طالبان د داعش پرخلاف هېچاته اړ نه دي چې مرسته ترې وغواړي پخپل ټوله توان کولای شي چې دهېواد په ټولو ولاياتو کې يې مقابله وکړي او د زابل په څېر يې شتون له منځه يوسي ؛ خو که د کارپوهانو په وينا روسيه په مستقيم ياغير مستقيم ډول د داعش پرخلاف مبارزه په افغانستان کې پېل کړي. روسيه او امريکا په افغانستان کې په نيابتي جګړه کې ښکيل شي امکان شته چې افغانستان دسوريې په برخليک اخته شي.
په سوريه کې روسيه او ايران دواړه د داعش پرخلاف يو نظر لري په افغانستان کې هم داعش د روسې او ايران دواړو لپاره خطر دی که داعش په افغانستان کې د ختيځو ولاياتو څخه نورو ولايتونوته پښې اوږدې کړي ، کېدای شي روسيه او ايران دواړه د سوريې په څېر په افغانستان کې د داعش مقابله ياد طالب وسله والو په وسيله او يا دولس له منځه يوه بله ډله دولسي پاڅون يا نورو نومونو په رامنځته کېدو د داعش پرخلاف وسله واله مبارزه پېل کړي، چې په دې صورت کې به افغانستان د سوريې د برخليک سره مخ شي.


















