ليکنه : احمد زبیر « هېواد »
په افغانستان کې د داعش د پروژې د راپیداکېدو سره سم ځینو چارواکو په دولت تور پورې کاوه، چې ګوندې داعش د امریکا+ پاکستان او افغان دولت ګډه پرژوه ده او ددې پروژې پر مټ غواړي طالبان وځپي او هم روسیې ته د سر درد پیداکړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د یادې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر څو ځلې د افغانستان ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت په دې تورن کړل، چې ګوندې داعشیان ددوی په هدایت او لارښوونه په ننګرهار کې د عامو خلکو او طالبانو پرضد جګړه کوي او یاد درې ارګانونه ورته وسله ورکوي.ظاهر قدیر خو روانه اوونۍ په ولسي جرګه کې هغه انځورونه هم وښودل، چې د نیول شویو داعشیانو سره د دولت کارتونه وو.
یوازې ظاهر قدیر نه دی چې داعش په دولت تپي، بلکې د ولسي جرګې ځینو غړو او د افغانستان لپاره د روسیې استازي هم حنیف اتمر د داعش په ملاتړ تورن کړ. اوس ټول افغانان په دې پوهېږي، چې داعش څوک، د څه لپاره او ولې رامنځ ته شو؟
د ننګرهار د اچین، چپلیار، کوټ او په هغه ولسوالیو کې داعش وسله وال دي، عام خلک په دې پوهېدلي، چې داعش د اسلام د نوم نه په ګټه، د اسلام پرضد جنګیږي او جګړه یې خاص د طالبانو او عامو خلکو پر ضد ده.نور نه خلافت راوستی شي او نه د خلافت په معنا پوهېږي.
د خلافت دعوه ګیرو ته یوازې او یوازې طالبان کافر ښکاري(نعوذباالله) او امریکایان او ملاتړي یې ورته سپینې پرښتې(!) ښکاري. نه د هغوی پرضد جګړه کوي، نه د هغوی سره کومه دښمني لري او نه کومه بله ستونزه، خو ددوی ستر مشکل د طالبانو سره دی او طالبان ورته مباح الدم ښکاري.
طالبانو هم اوس د ننګرهار په زیاتو سیمو کې د داعش ټغر ورټول کړی او ډېرې کمې سیمې دي، چې تراوسه داعشیان په پټه پکې ګرځي. په هغه سیمو کې چې د خلافت دعوه ګیرو ورځ تېره کړې او یا یې قدم ايښی، ځايي خلک یې سیوری هم په توره وهي، ځکه دوی د اسلام په جامه کې د اسلام ريښې باسي، چې دغه ارمان به بېرته خپل مشر بغدادي ته یوسي.
داعشیانو هغه کارونه پیل کړي، چې نه د اسلام په مبارک دین کې شته او نه یې اسلام جواز ورکړی. عام مسلمانان پر بمونو کېنول، د مسلمانانو ښځې وینځې کول، په زوره باج اخېستل، د خلکو مالونه پټول او عام خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړکول یې سترې موخې دي.
د اسلام په مبارک دین کې د کفارو سره په جګړه کې د کفارو ښځو، سپین ږیرو او ماشومانو د ساتنې امر شوی، نو داعش په کوم نوم، په کوم دین، په کوم مذهب د مسلمانانو ښځې وینځې کوي او نوي زېږدلي ماشومان په منځ جلا کوي؟
طالبانو د لوی الله په مرسته د نړۍ ۴۹ زبرځواک هېوادونه مات کړل او یوه ورځ به دوی هم د لوی الله په مرسته مات او ټغر به یې ورټول کړي او بیا به د باقیه باقیه افغانستان له چېغو سره له پولو یې واړوي.

















