گډ حکومت د دې پر ځای چې سولې ته انعطاف وښيي او د سولې په مخ کې شته خنډونه له منځه یوسي، لا د سولې په مخ کې خنډونه جوړوي. د گډ حکومت دواړه مشران د سولې اړوند جلا نظر لري؛ خو دعوه یې د یوه نظام کېږي. حتا د نورو ادارو مشران هم د سولې اړوند په یوه خوله نه دي. څوک په سوله کې خپل خیر لټوي او څوک له سولې امتیازي گټه اخلي. د اشرف غني پنځه کاله مخکې خبرې او اوسنۍ خبرې د ځمکې او اسمان هومره فرق سره لري. پنځه کاله مخکې یې ویل چې د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تیار دی، ولو که د ده د وجود په قربانۍ هم سوله راځي. خو اوس د پنځو کلونو مخکې خبرې نه کوي او د سولې په برخه کې باید «اوولس کلنې لاسته راوړنې»له منځه ولاړې نهشي او نه باید په اساسي قانون معامله وشي.
که لومړی له اشرف غني پوښتنه وشي، چې اجراییه ریاست په اساسي قانون کې شته؟ نو څه به ووايي؟ او یا که ورته ووايي، چې د یوه حکومت دنده ده چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي، تاسې ولې د امریکايي بمباریو په اړه چوپه خوله یاست؟ ایا په تېرو اوولس کلونو کې امریکایانو پر عامو خلکو گلان پاشل چې اوس دغه لاسته راوړنې باید وساتو؟ ایا د امریکا مالي مرستې په دې ارزي، چې موږ د دې دومره ډېره قرباني ورکړو؟ ایا تاسې په تېرو پنځو کلونو کې داسې کوم کار کړی، چې سلو زور خلکو ته مو د یوې گولې ډوډۍ د برابرولو زمینه برابره کړي وي؟ بغیر د کرزي د وخت پروژې مو پنځه ځلې پرانیستې؛ خو د کار درک یې معلوم نه دی او نه به بشپړې شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو خبرو وروسته حکومت سخت د ورخطايي په درشل ولاړ دی. حکومت اوس یقیني شوی، چې امریکا له سوریې خپل ځواکونه اوباسي، نو افغانستان کې به یې کله پرېږدي؟ دوی د ټرمپ په سرتمبهگۍ خبر شوي، چې له خپلو پرېکړو نه اوړي او د افغانستان له جگړې ورته د خپل اقتصاد پر پښو درول غوره دي. امریکا اوس پوهېدلې، چې دغسې ناځوانه حکومت په دومره ډېر ملاتړ نه ارزي او باید په تش میدان یې پرېږدي. ځکه حکومت په اداري فساد کې اول دی او د خیرات پیسې یې هم په بډو ووهلې.
حکومت د همدې ورخطايي په خاطر د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي گوښه او پر ځای یې اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک یې گوښه او پر ځای یې امرالله صالح وټاکل. اسدالله خالد او امرالله صالح د کرزي په وخت کې هم د بشري حقونو په نقض کولو تورن شوي وو او زرگونه خلک یې په بېلابېلو نومونو وژلي او ځینې ازمایښتونه یې هم پرې کړي وو. دواړه تراوسه د بشري حقونو په تور لېست کې دي.
دغه دواړه کسان د طالبانو ضد و/دي. دواړه امریکایان غواړي او په هېڅ قیمت باید امریکایان له افغانستانه ونه وځي؛ ځکه دواړه د سې اې ای پخواني جاسوسان دي او دواړه د واشنگټن په مرستو ډېر متکي دي. اسدالله خالد د اندړو د اربکیانو د پروژې بنسټگر دی، چې ځايي خلک تراوسه ترې ځورېږي او زرگونه خلک د همدې خالد په لاسونو په بېلابېلو نومونو ووژل شول او لا هم وژل کېږي.
حکومت فکر کوي چې د دواړو په گومارلو به د طالبانو بریدونه کمرنگه کړي او یا به طالبان وځپي؛ خو حکومت ته باید وویل چې طالبان د ۲۰۰زره امریکایانو، جرمنیانو، انگرېزانو، کاناډایانو، اسټرالیایانو، ډنمارکیانو، فرانسویانو او نورو په وجود کې ونه ځپل شول؛ نو اسدالله خالد او امرالله صالح د چا زامن دي، چې دوی به یې وځپي.؟
د حکومت له نویو گومارنو داسې ښکاري، چې حکومت د پړانگ او ټانگ ترمنځ ایسار دی او که لږ اخوا دېخوا حرکت وکړي، نو حتا وجود یې له منځه ځي. اشرف غني باید وپوهول شي، چې کفار هېڅکله تاسې ته تر اخېرې وخته اعتبار نه درکوي او یوه ورځ به مو حتماً په تش ډگر پرېږدي او بیا به اریانا چوک ستاسې د ځوړندېدو ته انتظار باسي؛ خو مخکې له دې چې اریانا چوک کې راوځوړل شئ او ننداره مو ټول خلک وکړي لږ فکر وکړئ او د امریکا له مرستې لاس واخلئ او په خپلو خلکو لږ رحم وکړئ.

















