یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

مورکۍ یې لاهم لارې څاري..! – لنډه کیسه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 26, 2018
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
303
ځلې شریک شوی
198
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

صفي الله  “رائد”

د ماښام تیارې خپرې شوې وې، بېرون یخه او باراني هوا لګېده، موږ په کوټه کې د څراغ رڼا ته ناست او کیسې مو کولې چې د کلا دروازه وټکېده.

دا هم ولولئ

د عبیده پلار ته!

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

زمونږ د کلي یوه سپین سرې مورکۍ چراغ په لاس په دروازه کې ولاړه وه.

هو! د عمر مورکۍ وه، هغه عمر چې څو کاله وړاندې د افغان سپیشل فورسو له لوري په شهادت رسیدلی و، خو! دا بې وسه او بې کسه مورکۍ لاهم د خپل ځوی په شهادت نه وه خبره؛ کلیوالو ورته د عمر د بندي کیدو ویلي و.

دشهید مور کۍ به ماښام مهال مونږ کره راتله او سهار به بیا خپل کورته تله،  له عمر پرته یې په کور بل هېڅوک نه و، اوس د عمر پر ځای د هغه یادونو او غمونو زنګوله، هره شپه به یې د عمر د راتلو په هیله سبا کوله.

هو! دې بېچاره سپین سرې مور داسې ډېرې شپې او ورځې بې عمره تېرې کړې او..

زړې مورکۍ خپل عمر بچي ته یو جوړه کالي ګنډلي و تر څو یې زندان ته ورولیږي، خو له دې هم خبره وه چې ډېر ژر به ټول بندیان ازاد شي.

ویل یې که عمر ځوی مې په خیر را خلاصېږي نو به دا جامې نه ورلیږم!

ومې ویل: هو! مورې ستا عمر ته زه هم دعاګانې کووم، رب دې د زړه صبر درکړي.

په ژړغونې غږ یې آمین وویل او بیا یې ویل:

ایا زما عمر به  هم پکې وي؟

ایا عمر به مې هم راشي؟

که زما د عمر بچي زیری هر چا راباندې وکړ ډېر څه به په زیري کې ورکړم!

دا زورېدلې مورکۍ د خپل عمر بچي یادونو په ملا کږه کړې او په سترګو ړنده کړې وه.

 غم یې داسې حالت ته رسولې وه چې په ژبه ګونګه وه څه یې نشوای ویلای، په زړه څک وه په تصور کې یې  یواځې د عمر بچي ننداره کوله.

څو شېبې چپ او په ژورو فکرونو کې ډوبه شوه بیا پر همغو زړو خبرو سر شوه

“زما عمر بچی به مې هم راشي؟!

زما عمر بچی به مې راخلاص شي؟

ماویل: هوکې، مورې!

که ستا عمر بچی رښتیاهم کوم زندان کې وي، ضرور به را خلاصېږي، هو! مورجانې ستا عمر به هم له نورو بندیانو سره یو ځای راځي!

خو زما دې خبرو په سپین سرې مورکۍ داسې اثر وکړ، لکه همدا اوس یې چې  د خپل عمر شهید د شهادت سپېڅلی بوی حس کړی وي، داسې ته وا پر  قبر رالوتی شمال یې پر زړګی لګیدلی وي.

زه هم نه پوهېدم په زورېدلې مورکۍ زما خبره څنګه ولګیده؛ ایا پوی شوې خو به نوي؟

ځکه له اورېدو سره سم یې  سترګې له اوښکو ډکې شوې او خپلې نمجنې سترګې یې د اسمان پر لورې خپل حقیقي خالق ته  پورته او په ژړغونې غږ یې وویل: “ربه ځما ګلالی عمر بچی ..!

اخ ربه! زما د زړه ټوټه…!

 مورکۍ څو شېبې خپل رب ته په زاریو شوه او ښې ډېرې اوښکې یې تویې کړې.

د سپین سرې مورکۍ د  نازولي بچي عُمر د شهادت دا اتم کال و خو! مور یې لاهم د راتلو لارې څارلې.

  هره شپه یې دخپل داسې ورک بچي په انتظار کې سباکوله، چې بچی یې کلونه وړاندې  په شهادت رسیدلی و.

د مور همدا یواځینی نازولی  عُمر داخلي ګوډاګیانو

دشپې مهال پخپل کلي کې له موټر ښکته  او بیا یې ډېر په وحشت سره په شهادت رسولی و،

خو! سپین سرې مورکۍ یې لا هم  هره ګړۍ د راتلو او لیدو په انتظار بې شماره اوښکې صدقه کولې او د خپل شهید  بچي د راتلو لپاره یې په انتظار شپې سبا کولې.

زړه مورکۍ دخپل ګلالي ځوی عمر یادونو زنګوله او له ځانه سره به یې ویل: عمره!

موردې درته ومره!

عمره! مور دې درته ړنده شه!

ته به څنګه یې عمرجانه!

آه .. څومره دردمنه مور ..

څومره زوریدلې مور..

څومره کړېدلې مور..

هو! دومره درد چې قلم یې د انځور تاب نه لري.

ژبه ګونګۍ شي، حوس کار پرېږدي،  ګوتې پړک واخلي لیکل نشي کوی، قلم وایي دا له غمه ډک انځور نشم کښلی..

سپین سرې مورکۍ په خپل پلو اوښلنې سترګې پاکې کړې او د خپل رب څخه یې د خپل ځوی عمر  د راوستلو بیا بیا سوالونه کول، خو بې چاره لا پدې نوه خبره چې عمر یې کلونه وړاندې  د یو ستر وحشت څپو وهلی، هو! لانوه خبره چې عمر یې انسان شکله  وحشي ځناورو ته پر لاس ورغلی.

لا نوه خبره چې عمر زړګی یې یې نور په دې دنیا نشته.

 هو، سپین سرې مورکۍ لا هم نه پوهېده چې سوله به راشي، امن به راشي خو ګلالی عمر  به یې هېڅ کله رانشي!

مخکینې مطلب

سمنګان: دوه زره بې ځايه شوې کورنۍ بيړنيو مرستو ته اړتيا لري

بل مطلب

د کاڼي کرښې (اوه ویشتمه برخه)

ځانګړي مطالب

ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025
ادب

شعر/ محمد عليم بسمل

نشرونکی: ح جلال
اگست 9, 2025
ادب

آه د مظلوم دی/ مدثر همراه

نشرونکی: ح جلال
جون 14, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com