راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۳)
په داسې حال کې چې په هیواد کې د امریکا جګړه اتلسم کال ته په داخلیدو ده او د افغانستان حکومت لا هم د ۲۰۰۱ په څیر اړ او محتاجه دی، ولسونه په ویر ککړ او ګډې قواوې د افغانانو له منځه د راټوکیدلي یوه سخت مبارز ځواک پر وړاندې خپله وروستۍ زور آزموینه کوي؛ تازه د دغې جګړې د سرنوشت ټاکلو په موخه امریکا د نورو ګامونو اخیستلو هوډ کړی دی .
امریکایي ورځپاڼې کرۍ ورځ د پنټاګون او سپینې ماڼۍ له سرچینو هڅه کوي، تر څو هغو نا ویلو تګلارو او موخو ته لاره پیدا او په خپل نوم یې رسنیز کړي چې د افغان جګړې لپاره د امریکا د پای ته رسیدو ادعا په کې شوې وي.
دغه راز د ټرمپ ټویټ هم هره ګړۍ نوې سناریو جوړوي او سلګونه زره کتونکي د دغه زبر ځواک د واکمن او رسنیز فعال اکاونټ هره شیبه څاري.
څارونکي وایي؛ موخه یواځې د هغې جګړې سرنوشت ده چې د سعودي په تیلو، د ځینو اسلامي هیوادونو په مالي او ځاني مرسته او د غوڅ اکثریت کفري حشرباڼو په ملتیا یې امریکا تر مشرۍ لاندې وتلې او په لومړي ځل ورته امریکایي واکمن د صلیبي جګړې نومونه ورکړې وه.
د پیښو د څارونکو په باور د حساسیت نقطه په کې دا ده چې امریکا له ټول واک او ځواک سره سره چې د سرسختو رقیبانو (چین او روسیه) په ګډون یې هیڅ هیواد مخالفت نه کاوو، د یوه بې چاره بې کسه او بې وسه طالب پر وړاندې ماتې وخوړه.
دوی وایي، هغه هیواد چې نړۍ یې له ویرې په لړزیدو وه، نن ورته د یوه طالب له آدرسه اخطار ورکول کیږي او هغوی دې ته مجبوریږي چې له خپلو اشغالي موخو ور آخوا دې پر سولییز حل تمرکز وکړي او هیڅ کله دې پر نورو د تیري تکل نه کوي.
تر اتلسو کلونو وروسته ؛ نړۍ د ټرمپ ټویټونه ځکه په ولولو څاري چې، په تیرو کلونو کې یې د همدې مبارز فکري او نظامي خوځښت (طالب) د تخم ورکول غوښتل، خو نن ورته د سولې د زاریو سربیره د هغوی مشرانو ته بې ویزې اسانتیاوې برابروي او له هغوی سره د هغوی پر شرایطو خبرې کوي.
شنونکي دا یواځې د طالب بریا نه بولي، بلکه په وینا یې چې دا د ملت له غیږې د یوه افسانوي اسلامي خوځښت هغه هڅه وه، چې په خپلو مالي او ځاني سرښندنو یې له خپل چم مالت څخه د زړه په وینو دفاع ورکړه؛ خپل د زړه سر اولادونه یې د دې جګړې قرباني کړل او له خپل آرام ژوند او رهایشي کورونو تیر شول.
د دوی په وینا، همدا ملت وه، چې طالب یې په خپل غیږه کې وزنګاوو او د نازولي یتیم په څیر یې را لوی او بیا یې په خپل حق کې هم ورشریک کړ.
د ارګ او طالبانو چوپتیا:
حیرانونکې نه ده؟ د افغانستان جمهوري ریاست یا په اصطلاح د ملي یووالي حکومت، چې د همدې امریکایي حشر د هڅو په نچوړ کې منځ ته راغلی اوس د ټرمپ پر نوې پالیسۍ په خاموشه توګه ننداره کوي؛ بلخوا بیا طالبان چې همدا پالیسي د امریکا او هیواد لپاره په خیر بولي ؛ هم دا سناریو څاري، ننداره یې کوي او هرڅه ته متوجه دي خو غبرګون یې ځکه نه ترسترګو کیږي چې لا امریکا رسمي پالیسي نه ده ابلاغ کړې او د خپلې پخوانۍ پالیسۍ له مخې د نوې ستراتیژي جوړونه یوځل بیا د مطبوعاتو له آدرسونو ابلاغ او بیا د مخالفینو او نږدې کسانو نظرونه پرې ترلاسه کوي څو یې د هغو ستونزو، چلنجونو او مشورو له مخې جوړه کړي.
خطرناکه مرحله:
پاکستان د امریکا او نورو هیوادونو په امر او غوښتنه اوسمهال طالبانو ته بې مخینې توجه زیاته کړې او هڅه کوي هر ډول فشار پر هغوی واچوي څو یې د کابل له ادارې سره خبرو ته کینوي.
پاکستان ته د اماراتو له خوا د میلیاردونو ډالرو پیسو ورکړه هم اوازه نه ده بلکې د دې رسۍ سر ډیر اوږدی، تر دې چې قریشي یې تر روسانو، قطریانو او آن ترکانو هم ورساوو.
د شنونکو په باور پاکستان هڅه کوي، له امریکا د نغدو پیسو بنډلونه، له اماراتو سعودي او نورو عربانو مرستې او له روسیې او چین څخه وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي.
دغه راز افغان دولت ته یې دام بیا دا ایښی چې که پر طالب فشار ته ادامه ورکړي، ارګ به د پردې ترشا د ډیورنډ لاسلیک شوی سند د رسنیو تر مخ ور وسپاري او د تل لپاره به د انګریز په لاس کښل شوی فرضي خط چې د پښتنو د ویشلو په خاطر تیر شوی، رسمي بڼه خپله کړي.
طالبان:
طالبانو د تیر په څیر له ځانه سندان جوړ کړی او آن د ۲۰۰۱ کلونو فشارونو ته د تیارسۍ په حالت کې دي؛ هغوی ته سره کرښه د تیر په څیر د بهرنیانو اشغالګر حضور ختمول دي، که دا هیله پوره شوه، نو په داخلي برخه کې له خپلو افغانانو سره جوړجاړی کوي او د بهرنیانو خوښې ته په کې هیڅ اولویت نه ورکوي.
طالب پاکستان ته د ډیورنډ کرښې له منلو مطلق انکار کوي او دا د ولسونو کار بولي، طالبان وایي، که پر دې شرایطو سوله راځي ښه؛ کنه د خپل هیواد ددفاع په موخه سل کلنې جګړې ته هم چمتو دي.


















