پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ټرمپه! ستا متحده ایالات به هم واشنګټن شي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 3, 2019
کټګوریانې: تبصرې
0
357
ځلې شریک شوی
121
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره 

د امریکا جمهور رییس تېره ورځ په خپله وینا کې پر پوتین او مودي ملنډې وهلې دي. ډونلډ ټرمپ ویلي چې د افغانستان جګړې پخوانی شوروي اتحاد په مسکو بدل کړل، او مودي ته یې ویلي په کابل کې دې کتابتون  جوړ کړی، خو دا نه ده څرګنده چې څوک ورځي او که نه.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

خو ټرمپ په همدې مهال پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل غیرمستقیم ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې شوروي اتحاد له خپلو سیمو د ”ترهګرو“ د لیرې ساتلو لپاره پر افغانستان برید کړی و. د نوموړي دې څرګندونو کابل حکومت هم سره کښېکاږلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې له ډيپلوماټیکو لارو یې له امریکايي لوري د دې څرګندونو په اړه توضیحات غوښتي دي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې د هند په لومړي وزیر، نریندرا مودي، هم ملنډې وهلې دي. نوموړي وویل، مودي بار بار راته ویل چې په افغانستان کې مې یو کتابتون جوړ کړی… نه پوهېږم چې په افغانستان کې به څوک دا کتابتون استعمالوي.

ډونلډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد شرمناک شکست ته اشاره وکړه، خو خپل برخلیک یې هېر و. پخواني شوروي اتحاد چې په نړۍ کې کوم اثر، برم او زور درلود، د افغانستان د جهاد له برکته یې هر څه له صفر سره ضرب شول.

هر هېواد خپل خپل تاریخ لري. امریکا پر نورو هېوادونو د تېري او بیا د شرمېدلې ماتې تاریخ لري، او افغانستان د یرغلګرو په مقابل د مقاومت تاریخ لري، چې ټول یرغلګر یې څه په ګور کړي او څه یې تر کوره ځغلولي دي.

 امریکا به هم، که خدای کول، تر کوره ځغلوي. نن خو ټرمپ پوتین ته له شوروي څخه د مسکو په بدلون پیغور ورکوي، بیا به پوتین ټرمپ ته له متحده ایالاتو څخه په واشنګټن د بدلېدو پیغور ورکوي او ملنډې به پرې وهي.

پر افغانستان یرغل او روانې جګړې امریکا دې حالت ته رسولې چې پخوانی شوروي اتحاد خو سل کاله پس بیا مسکو شو، که خدای کول، امریکا به ۳۰۰ کاله وروسته شا ته ځي. په ۱۷۹۷ز کې چې کوم واشنګټن ؤ، بیا به هغه واشنګټن شي. بیا به امریکایان د جورج واشنګټن او جان ډامس په یادونو شمعې بلوي، ځکه امریکا د اقتصاد له پلوه د ګړنګ پر سرولاړه ده او ورځ په ورځ یې اقتصادي حالات مخ په ځوړ روان دی.

په امریکا کې دننه سیاسي حالت هم تر بل هر وخت مخ په خرابېدو دی. د امریکا د پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بش د حکومت د چارواکو د معلوماتو په اساس، ښايي ټرمپ د حکومت ټاکلې موده پوره نه کړي، ځکه امریکا یې په یوه بد لوري روانه کړې ده او ټرمپ به تر وخت دمخه استعفا وکړي.

د جورج  ډبلیو بش مشاور، اسټنبرګ جي آلن، ویلي، امکان لري د ۲۰۱۹ز تر پای پورې ټرمپ استعفا وکړي، ځکه د ده په حکومت کې دوست نه دی ورپاتې، هغه څوک چې ورته باوري ښکارېدل هغوی هم استعفاوې وکړي او ځانله یې پرېښود.

د افغانستان جګړه به دوه کاره کوي: یو به ټرمپ استعفا ته اړکوي او بل به متحده ایالات په واشنګټن بدلوي. د ټرمپ له ناامیدیو داسې بریښي چې متحده ایالات به په واشنګټن بدل شي، ان شاءالله.

مخکینې مطلب

په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو ځوانانو اهمیت

بل مطلب

د ټرمپ لړزیدونکې اعلامیې او اغیزې یې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com