غزل

حضرت يوسف مزمل

سپرليه راشه راوړه بيا ګلونه ښکلي ښکلي

په زړه کې مې اوسيږي ستا يادونه ښکلي ښکلي

فراق مې په نصيب دی خپل قسمت ته يم حيرانه

د هجر په اورو کې مې وختونه ښکلي ښکلي

ګريوان تر لمن څيرې تر مجنون مې حال بتر دی

په غرو او په رغو کې مې خوبونه ښکلى ښکلي

نارې د اف او اخ مې د زخمي زړګي له درده

پرهر پرهر په زړ مې دې داغونه ښکلي ښکلي

ترڅو به لوىه خداى دا غمونه وي اوزه يم

مزمل به زه ليکم دغه شعرونه ښکلي ښکلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button