شاعر: استاذ علامه محمدمعين الدین ابوالفضل
———–
کله چې شې بې اطمنانه خپل نګار يادوه
دزړه قرار يادوه ، چې مطمئن شې
چې څه مشکل دې مخ ته راشي مايوسي مکوه، يار ته زاري وکوه
هرې درګاه ته مه ورځه بې وفايي مکوه ، وفاداري وکوه
چې دې رنځور زړه جوړوي هغه دلدار يادوه ،
دزړه قرار يادوه چې مطمئن شې
په مالېدلي زمانې دي رنګارنګ فلمونه ، د هجرسخت غمونه
شوي پر ما دي په وار وار ډېر نااشنا ظلمونه ، سخته نادر چمونه
زما تجربه ده په سختۍ کې حسندار يادوه ،
د زړه قرار يادوه چې مطمئن شې
خدای پيداکړی دی انسان په مشقت کې وروره ، پردې ايات وګوره
کله نسکور وي يو انسان کله بيا وي سمسوره خاندي په زوره زوره
چې حال بدل شي ډېرغني پروردګاريادوه ،
د زړه قرار يادوه چې مطمئن شې
چې اراده د پاک الله وناکامي ته سي شي ستا، نا ارامي ته شي ستا
که ټول جهان سره راټول ونېکنامی ته شي ستا ،وارامي ته شي ستا
هيڅ ګټه نکړي ابوالفضله خپل بادار يادوه،
د زړه قرار يادوه ، چې مطمئن شې


















