(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۶)
د راپورونو له مخې، په بنګله ديش کې د دغه هېواد کومانډو ځواکونو هغه تن وژلی چې غوښتل يې الوتکه وتښتوي.
په الوتکه کې ۱۵۰ سپرلې وې چې پرون له دوبۍ د بنګله ديش پلازمينې ډاکې ته يې سفر درلود خو د يادې پيښې د رامنځته کېدو له کبله يې په چټاګانګ ښار کې بيړنۍ ناسته کړې.
ځايي راپورونه وايي، دغه مشکوک تن ۲۵ کاله عمر درلود او د الوتکې تر بيړنۍ ناستې وروته يې پوليسو ته ويلي و چې د بنګله ديش د لومړۍ وزيرې شيخ حسينه سره ورته د کتلو زمينه برابره کړي.
امنيتي چارواکي وايي، لومړی مو له هغه څخه د تسلميدو غوښتنه او د هغه د نيولو هڅه وکړه خو هغه زمونږ غوښتنې ته منفي ځواب راکړ ځکه مو په مرميو وويشت.
د پوليسو په وينا، له وژل شوي کس سره چې کوم ټوپک و هغه اصلي نه و او په دغه پيښه کې د الوتکې سپرلۍ ته هم زيان نه دی اوښتی.


















