زخمي افغان
د تاریخي هلمند حماسه سازې سیمې مارجې، یو ځل بیا د امریکایي یرغلګرو په تودو وینو تنده ماته کړه، هوکې د رانوي شوي میلادي ۲۰۱۶ کال په پنځمه ورځ د دې ولسوالۍ په وکیل دوست محمد بلاک سیمه کې د حق د لارې سنګردارانو د یرغلګرو پوځي څرخکه وویشته او ځای په ځای یې تر پنځلس زیات امریکایي عسکر په کې خمیره کړل .
امریکایانو څه باندې یو کال وړاندې رسما په هلمند کې خپل بیرغ راکوز او د اوباما له خولې یې د خپل پوځي عمل پای اعلان کړ، داسې تمه کیده چې له دې سره به په افغانستان ناروا امریکایي تجاوز پای ومومي، د جګړې زړی به وچ شي، افغانان به د یو بل ترڅنګ د سولې او هوساینې ژوند پیل کړي او د کلونو شرعي او انساني ارمانونه به یې پوره شي.
مګر په ډیره ناځوانۍ امریکایي یرغلګرو یو ځل بیا د جګړې ډګر ته مخ کړ، د تیرکال د فبرورۍ په ۱۴ مه يې اعلان وکړ چې د اشرف غني په غوښتنه یو ځل بیا شپني عملیات پیلوي همداراز به د جګړې په ډګر کې له هوایي بریدونو او څارګرو عملیاتو هم دریغ ونه کړي.
د تیر ۲۰۱۵ م کال په اوږدو کې د افغانستان په ټولو سیمو کې د امریکایانو څارګر عملیات، ډرون بریدونه، بمبارونه او شپني عملیات روان و او تر ډیره یې یوازې له ځمکنیو عملیاتو ځان نیولی و، مګر د هلمند په وروستیو جګړو کې ثابته شوې چې امریکایي او برتانوي پوځیانو یو ځل بیا ځمکني عملیات هم پیل کړي دي.
د امریکایانو د تازه ځمکنۍ جګړې یوه سیمه د هلمند مارجه ولسوالۍ ده، هغه ولسوالي چې امریکایانو په کې په تیرو څو کلونو کې خورا درانه تلفات ورکړي دي، خو پوښتنه داده چې آیا د امریکایانو دغه نوي پیل کړي عملیات به د مارجې او په ټوله کې د روانې جګړې تقدیر بدل کړي؟
ځواب ډیر واضح دی.
امریکایانو چې د خپلو لسګونه زرو پوځیانو په اعمال او سلګونو قرارګاوو په احداث سره ونه شو کړای د افغانستان جګړه وګټي د دې محدود شمیر جنګیدونکو پوځیانو په رامیدان ته کولو خو یې هیڅکله نه شي ګټلی.
د مارجې تازه حوادث او د امریکایي ځواکونو درانه تلفات ښيي چې د اوباما د ادارې نوی جګړه ایز پلان هم له مطلق شکست او شرمسارۍ پرته بله پایله نلري.
له مارجې څخه د وروستۍ جګړې بشپړ جزیات تر اوسه نه دي رسنیز شوي، ویل کیږي چې د امریکایي ځواکونو یوه چورلکه طالبانو ویشتلې او بلې له وارخطایي له دیوال سره ټکر کړی دی، په مارجه کې د ۱۵ تنه امریکایي کومانډویانو د کلابندۍ خبره هم کیږي چې د جګړې په سیمه کې بند پاته او هره شیبه د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
د ۲۰۱۶ م کال په پنځمه ورځ امریکایي پوځ په داسې حال کې په افغانستان کې په خپلو درنو تلفاتو اعتراف کوي چې دوی د تیرو دوو کلونو جنورۍ میاشتې له تلفاتو خالي اعلان کړې وې، له همدې ځایه اټکلولی شو چې که امریکایان په افغانستان بیا هم په خپله جګړه ایز ستراتیژي ټینګار وکړي نو را روان کال به هم د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ غوندې ورته فوق العاده خونړۍ وي .


















