لیکوال:حذیفه (منصوري)
کال مخکې کیسه درته کوم:
له غزني څخه مو کابل ته سفر درلود،د کابل په اډه کې مو له یو ټکسیوان سره خبره وکړه،او په یو سراچه ډوله موټر کې مو سفر پیل کړ.
د ټیکسي ډریور چې پر مخ یې ښائسته توره ږیره وه،د سفر دعایې په ځان را چوپ کړه، رادیو یې چالانده کړه،د آزادی رادیو موج یې پکې راونیو،او حرکت یې پیل کړ.
په راډیو کې،د تودو بحثونو،توده خپرونه روانه وه،او د راډیو،په سټوډیو،کې د میلمنو روشنفکرانو،خبرې اترې سره تبادله کیدلې.
ژورنالیست خپلې پوښتنې تکرارولې،او روشنفکرانو ورته په خپل نوبت ځوابونه ویل.
د ژورنالیست د پوښتنو په لړۍ کې،یوه پوښتنه،چې زما توجه یې هم ور جلب کړه!
په سټوډیو کې له میلمه روشنفکر څخه وپوښتل شول چې:
آیا طالبان،دپخوا په نسبت،کمزوري،شوي،یا ځواکمن شوي دي؟
روشنفکر غاړه را تازه کړه،او د ژورنالیست،د پوښتنې،ځواب ته یې په دې سره خاتمه ورکړه چې:
طالبان د پخوا په نسبت کمزوري،شوي،او لا هم د کمزوری په حال کې دي.
په رادیو کې خپرونه همداسې توده،پر مخ روانه وه،مونږ وردګو ته داخل شوي و،غالباً د هفت آسیاب سیمه وه،چې د ائتلافي ځواکونو،کاروان مو تر مخ شو ډریور ته مو کړه چې استاذه،کاروان ته ډیر مه نیږدې کیږه،کفار دې اعتبار پرې نشته،هسې نه موټر مو په نښه کړي،او ژوند ته مو دپای ټکی کیږدي.
مونږ د سالارو مشهورې،ساحې ته داخل شوي و چې ناڅاپه مو د یوې،زورورې،چاودنې غږ تر غوږو شو.
مخکې مو چې وکتل د امریکایانو کاروان،د بارودو،او خاورو،په غبار کې رانه ورک و.
ډریور ته مو ویل چې استاذه څه کیسه ده؟
ډریور بلدي سړی و، ویل وارخطا کیږی مه،په کنایه کې یې راته کړه،چې د طالب زیړ تندر و،په امریکایي کاروان،راپریوت. شیبه وروسته د کوز کلي،له لوري،د ثقیلو شور جوړ شو او پاته کاروان یې تر برید،لاندې ونیو.
مونږ موټر څڼډې،ته کړ،او یو خوندي،ځای ته مو ځان ورساو.
نیم ساعت وروسته نښته،پای ته ورسیده،امریکایي،عسکرو،دسورلیو موټرو ته دتګ اشاره وکړه،حرکت مو پیل کړ،لږ مخته چې ولاړو،امریکایي زغروال ټانګ،له سړک څخه په لیرې،فاصله کې ایره شوی پروت و،او بل ټانګ پوره تخریب شوی و.
امریکایانو خپل مړي،او زخمیان انتقالول،مونږ د نښتې له ځای،څخه تیر شوو.
ډریور موسکی شو په خندا خندا یې وویل:
داکاروان چې څو تر کابله پورې رسیږي،یو عسکر به هم نه یې ورپاته،او مکمل به طالبانو،د بریدونو خوراک شي.
د سړک په غاړه ولاړو ونو،او چنارونو ته یې اشاره وکړه،ویل د دغه چنارونو هسکې،څوکې،هره ورځ، دامریکایانو، د غوښو،او هډوکو شاهدې وي.
په رادیو کې دهغه روشنفکر خبره،مې مخ ته ودریده.
ماویل طالبان خو په رښتیا کمزوري،شوي دي،او لا دکمزوری،په حال کې دي!!
په روانه 15 کلنه دوره کې،که د طالبانو،نظامي اړخ وڅیړو،نو دنړۍ هغه زبر ځواک یې راپه ګوڼډو کړ،چې له ډاره یې چا (سونګ)نشوای وهلای. په وړو طاقتونو خو یې،بر لاسي له ورایه ښکاري. په نظامي پرمختګ کې یې ورځ تر بلې،ښه والی راغلی،او فوځونه یې دپرمختګ په حال کې دي. اسلامي امارت د فوځي،پر مختګ تر څنګ،په خپلو تشکیلاتو کې،دخپل غږ د خپراوي په خاطر فرهنګي،کمیسیون،فعال ساتلی چې د همدې کمیسیون،په هڅو اسلامي امارت اوس د نړۍ په کرښو کې د یو قوي ځواک په صفت پیژندل کیږي.
نشرات یې ورځ تر بلې،د اولسونو په زړونو کې ځای نیسي،او له اسلامي امارت سره د خپلې مینې څرګندوینه کوي.
طالبان د اسلامي فکر تر څنګ،له هر اړخیز ځیرک فکر څخه برخمن دي،او په ټولنیزو مسایلو کې له سالم فکر څخه کار اخلي،چې په دې سره یې د اولسونو،په زړونو کې پوره نفوذ کړی،او د طالبانو سره د اولس بې کچې مینه،د اسلامي امارت بریا راپه ګوته کوي.
اسلامي امارت چې کله د اشغال،په مقابل کې،سر راپورته کړی
له هغې ورځې،تر دې دمه،د پوره پرمختګ ښکارندوی دی.
او اسلامي امارت، اوس د هیواد % 70 فیصده خاوره،په خپل کنټرول کې لري،او خپل نظامي،مراکز یې هملته فعال ساتلي دي.
او په نیږدې راتلونکي،کې به هیواد د اسلامي امارت په نه ستړې کیدونکې،مبارزه،له اشغال،او فساد څخه خلاص، او د اسلامي امارت د بري څپې به،تر کابل جانه پورې ورسیږي.
….پورتنی لیکنه د لیکوال شخصي نظر دي د ادارې موافقت ورسره شرط ندي ….


















