ساتونکي

شاعر:فکررمل طالب

په هره لاره مې ساتونکي او پولیس پوښتي

زما ایمان لوټي ما هر وارې ابلیس پوښتي

ماته د تور او تور ته ورته لیست خبرې کوي

په تلاشۍ ولاړ عسکر رانه حدیث پوښتي

زما ایمان دجالي خلکو ته له زغمه وتی

په ځان ډاریږي دطالب اشناتأسیس پوښتي

هغوی چې نلري فطرت د نارینه ؤ خلکو

هغوی له جهله په کورونو کې تانیث پوښتي

د سبا ورځ یې فکرمله له یاداښته وتې

همدغه کړنې به طالب له هر خبیث پوښتي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button