کابل ټکی کام شهرت وردګ
په جاپان کې یوځل بیا په یوه اټومي بټۍ کې اور لګېدلی دی.
دغه بټۍ د جاپان د شمال ختیځ په شیزونوکا ایالت کې موقعیت لري چې د هامایوکا بټۍ په نوم یادیږي.
د بټۍ مشر جاپانیانو ته ویلي دي چې اور د تشویش وړ ندی او ژر ترژره به یې ګل کړي.
د بټۍ ویاند ویلي دي چې په پېښه کې چاته زیان ندی اوښتی او د اور لامل یې تخنیکې ستونزه بللې ده.


















