کابل ټکی کام فرید احمد
د شیخ نمر د اعدام څخه وروسته په ایران او نورو اسلامي هېوادونو کې د ایران او شیعه ګانو له لوري د راولاړ شوي تاوتریخوالي له کبله ترکیې هم د ایران سفیر احضار کړی دی.
پرون د پنجشنبې په ورځ (۷ جنورې) د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د سعودي عربستان له لوري د یو تعداد کسانو اعدامول په سختو ټکو غندل شوي وو.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي وو، چې په تهران او مشهد کې د سعودي د سفارتخانې او کنسلګرۍ سوزول هم د منلو وړ عمل ندی.
په اعلامیه کې ترکیې مستقیماً د ایران په هغه رسنیو باندې کوم اعتراض ندی کړی، کومو چې پدې واقعه کې رجب طیب اردوغان هم شریک یاد کړی وو.
که څه هم د شیخ نمر د اعدام په سر د ایران او عربستان د تاوتریخوالي په مساله کې ترکیې د کافي احتیاط څخه کار اخیستی دی.
خو بیا هم د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د نمر اعدام د سعودي عربستان یوه داخلي موضوع بللې ده.


















