کابل ټکی کام فرید احمد
په ننګرهار ولایت کې د سیمې خلک وايي چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په جګړه کې په لسګونه داعشیان وژل شوي دي.
تېره ورځ د ننګرهار د پولیسو ویاند حسین مشرقي وال په بټي کوټ کې د دواړو خواوو ترمنځ د سخت جنګ خبر ورکړی وو، او ویلي يې وو چې د طالبانو خاصه قوه چې دوی ورته قطعه وايي د داعش د ځپلو لپاره د ننګرهار ولایت ته رسیدلې ده.
مشرقي وال وايي چې پدې سخته جګړه کې د داعشیانو ۱۹ کسان او د طالبانو یو کس وژل شوی او یو تعداد نور ټپیان دي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د داعش ډلې څخه په لسګونه وژل شوي پاتې دي او دوی یې له بد بوی څخه پاذاب دي، او له طالبانو یې غوښتې چې اجازه ورکړي ترڅو یې له خاورو لاندې کړي.
ځايي خلک وايي چې داعشیان په سیمه کې دوی ته اخطارونه ورکړي وو ترڅو له دوی سره یوځای شي او دوی به په بدله کې پیسې ورکړي، او که داسې ونکړي نو مال به یې غنیمت او ښځې به یې وینځې کړي.
د سیمې یو ځایي وګړي عرفان الله زمونږ همکار ته وویل چې مجبور شول د طالبانو له نظامي کمیسون سره یې رابطه وکړي او له قضیې څخه یې خبر کړي، دی زیاتوي چې دولت ته یې له شل ځله زیاته مراجعه کړې ده، دده له قوله چې دولت د ملت قاتل دی او نه غواړي د دین او وطن دښمنان له منځه یوسي.
د سیمې خلک زیاتوي چې طالبانو سره یې د همکارۍ هوډ کړی دی او د طالب په خلاف چې هر څوک ودریږي نو دوی به یې مخه ونیسې او د طالبانو څخه به ځانونه قربان کړي.
ځايي خلک وايي چې د داعش په وژل شویو کې یو تن د داعش د پولیسو مشر (عبدالاحد) او بل تن یې قاضي (مطیع الله) دی چې دواړه سخت ظالمان وو او همیشه به یې ویل چې خپل مخالفین به په اور سره سوځوي.
دا پداسې حال کې ده چې د پارلمان غړي او معاون ظاهر قدیر د ولسي جرګې غړیو ته په ښکاره ډول وویل چې امریکایان او دولت دواړه د طالبانو په خلاف له داعش سره اوږه په اوږه جګړه کوي، او حتی چې د الوتکو له لارې داعش ډلې ته په بټي کوټ کې مرستې غورځوي.
هغه زیاته کړې ده چې د داعش ډلې راډیو (خلافت) هم د جلال اباد ښار هوايي اډې څخه نشرات پر مخ وړي، خو تراوسه پورې دده کړې دعوه کومې ازادې منبع نده تائید کړې.
په افغانستان کې طالبان د داعش ډله نه مني او ددوی په خلاف يې په هر ځای کې جګړه شروع کړې ده، او د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې له منځه وړي دي خو یوازې د ننګرهار په بټي کوټ کې چې د پاکستان سره سرحد لري اوس هم داعشیان وجود لري.
د نړی له ګوټ ګوټ څخه د اهل سنت والجماعت سترو علماوو او مشایخو د داعش ډلې په خلاف د جهاد د فرضیت فتوا ورکړې ده او هغوی یې خوارج بللي دي. په نړی کې د القاعده مشور جهادي تنظیم او د طالبانو د امارت دارالافتا هم داعشیان خوارج او په خلاف یې جهاد فرض عین بللی دی.

















