کابل ټکی کام فرید احمد
د ایران هغه کړې دعوه چې په صنعا کې د سعودي له لوري ددوی په سفارتخانه باندې هوايي برید شوی دی، سعودي عربستان دروغ بللې ده.
د پنجشنبې په ورځ (۷ جنورۍ) د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی وو چې د یمن پایتخت صنعا کې د سعودي عربستان له لوري ددوی په سفارتخانه باندې راکټي برید شوی دی چې په نتیجه کې یې د سفارت ودانۍ ته زیان اوښتی دی او یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي هم دي.
مګر سعودي عربستان دعوه کوي چې د ایران سفارت سره نږدي برید ندی شوی.
«د ایران هغه دعوه چې ددوی په سفارت او یاد ددوی سفارت سره نږدي هوايي برید شوی دی حقیقت نلري، ددوی د سفارت ودانۍ سالمه پاتې ده.»
په صنعا کې ځايي خلکو هم مخکې له دې چې ایران دعوه وکړي رسنیو ته ویلي وو چې د ایران سفارت ته کوم زیان ندی اوښتی.
څو ساعته وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عبدالهیان اعلان کړه چې ملل متحد ته به رسماً د حملې جزیات وړاندې کړي.
ښاغلي عبدالهیان د عربستان او نورو هېوادونو د تعلقاتو د قطع کولو په اړه وویل: «خفه دی چې سعودي په یوه مامولي زیان چې په ایران کې ددوی سفارتخانې ته پيښ شوی دی، (مسئله) په یوه لویه سیاسي لانجه بدله کړې ده.»
تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی وو چې د یمن پایتخت صنعا کې د سعودي عربستان الوتکو ددوی سفارت په نښه کړی وو، چې د سفارت ودانۍ ته یې زیان اړولی دی او یو شمېر ساتونکي یې ټپیان کړي هم دي.


















