دنړۍ لومړۍ وداني مکة المکرمه

لیکنه: نورالله عرفان
(اوله برخه)
مکـة المکـرمـه د ټولو مسلمانانو په دنيا کې ستره عبادت خانه ده چې: دنړۍ ټول مسلمانان د دي نه ځاريږي؛ او ټول مسلمانان يې په تعظيم او احترام اعتراف کوي؛ او بې شميره مسلمانان يې هر کال، له ليرې ليرې ځايونو نه زيارت او ديدن ته راځي؛ او په دغه مبارک ځاى کې مسلمانان ؛ خپل پروردیګار لوی خدای (ج) ته سوال، زارۍ، ژړا ګاني کوي او دخپلو ګناهونو دمغفرت دعاګاني غواړې ؛ او د نړۍ هر ځای، هر کونج نه، هر مسلمان دا دې مبارکې کعبې پر لور په ورځ کې پنځه واره مخ را ګرځوي؛ خپل تندی پر ځمکه ږدي او د خپل معبود پاک رب متعال (ج) لويي ، ثنأ او صفت بيانوي.
قدرمنو لوستونکو!!
نو غواړم چې: د مسلمانانو د دې سترې عبادت خاني په اړه لږ څه لنډ معلومات
د ستا سې په درانه خضور کې وړاندې کړم.
محترمو!
د مفسرينو يو جماعت د دې خبرې قائیل دى چې: په کومه ځمکه باندې خانه کعبه میشت ده؛ هغه الله تعالى (ج) د باقي زمکې نه؛ دوه زره (۲۰۰۰) کاله وړاندې پيدا کړې ده؛ دا احاطه په اوبو باندې د زګ پشان تيريدله، بيا الله تعالى (ج)
د دې لاندې ځمکه هواره کړه، کوم وخت چې حضرت آدم(علیه السلام) د الله تعالى (ج) په حکم زمکې ته را کوز شو؛ نو وحشت پرې سپور شو؛ له همدې کابله حضرت ادم(علیه السلام) الله تعالى (ج) ته شکايت وکړ؛
نو د کائناتو رب متعال (ج) د حضرت آدم (علیه السلام) د زړه ډاډ لپاره بيت المعمور په ځمکه باندې نازل کړ.
دا بیت المعمور: په جنت کې د يقوتو جوړ شوى چې: د زبرجدو دوه دروازې لري، يوه د مشرق طرف ته بله د مغرب طرف ته لګيدلې وه.
الله حضرت آدم (علیه السلام) ته حکم وکړ چې: ما ستا لپاره دنيا ته بيت المعمور، را کوز کړى دى؛ اوس ته د دې داسې طواف کوه لکه: چې په اسمان کې زما د عرش طواف کولو او دې سره نيږدې مونځ هم داسې کوه؛ څنګه چې زما د عرش نیږدې به دې کولو؛ نو حضرت آدم (علیه السلام) د الله تعالى (ج) د حکم اوريدو سره سم،
د هندوستان نه مکې طرف ته پياده روان شو .
نور بیا……



