کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تېر مازدیګر پاکستان ته له رسېدو وروسته په لومړي ګام د پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره ولیدل او بیا یې له لومړي وزیر نوازشریف او د بهرنيو چارو سلاکار وزیر شوکت عزیز سره د لیدلو په مهال په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي .
په خبرو کې د سعودي عربستان د ترهګرۍ په ضد د ائیتلاف جوړولو په اړه هم سلا مشورې وشوې .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیانیه کې راغلي دي، چې د پاکستان لومړي وزير نواز شریف تېر ماښام په اسلام اباد کې د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره د لیدیو پر مهال وویل، چې هېواد یې د سعودي عربستان په ځانګړې توګه د حرمینو شریفو د احترام لرلو له کبله د هر ګواښ په وړاندې ورسره ملګری دی.
بیانیه وايي، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبير د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته د ایران او عربستان تر منځ د وروستي کړکېچ په اړه معلومات ورکړل .
نواز شریف په تهران کې دایراني شعیه مظاهره چیانو له لوري د عربستان په سفارت دحملې غندنه وکړه، د تهران او ریاض په وروستي کړکېچ يې ژوره خواشینه څرګنده کړه .
ښاغلي نواز شریف په خپلو خبرو کې په دې ټيګار وکړ چې دغه مسئله کې دې غو وشي او د خبرو له لارې دې حل شي.
سلیم بریال


















