پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په پښتو ژبه کې د مستعارو لغتونو(پور وییونو) کارونه

kabull نشرونکی: kabull
جنوري 8, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
21
ځلې شریک شوی
257
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

—-عبدالله ابن مبارک احمدزی——

پښتو ژبه د نړۍ د مختلفو ژبو غوندې د مستعارو لغتونو څخه کار اخلي . دا ځکه چې په نړۍ کې داسې ژبه نشته ، چې ټول لغتونه یې د خپلې ژبې اصلي لغتونه وي .

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

په مستعار ډول د بلې ژبې څخه د لغاتو د اخیستو ډول به یا لغوي وي یا به مورفیمي وي یا به د لغت جوړېدنې تیپ وي . هغه چې پوره لغت د بلې ژبې څخه اخیستل کېږي ، لکه – تېمه ، فورمه او داسې نور لغات په هغه ژبه کې چې ورغلي دي په خپل پخواني حال پاتې کېدای نه شي ، هم یې په غږ او هم یې په معنی کې اوښتون پېښیږي . په دوهم ډول کې د لغت مورفیمي رغاونه او د مورفیم معنی د استعارې په ډول اخیستل کېږي . په دغه حال کې مورفیم معنی کېږي او معنی یې د استعارې په توګه اخیستله کېږي . نه د دغه مورفیم غږ . دغه مورفیمونه چې کومې ژبې ته په مستعار ډول ورننوځي ، په دې وخت کې مورفیم د هغې ژبې له خوا چې دغه مورفیم یې د مستعار مورفیم په ډول اخیستی یوازې دومره کېږي چې دغه مستعار مورفیم د خپلې ژبې د کوم مطابق مورفیم په واسطه ترجمه کړي او غږ یې نه اخیست کېږي دغه مستعار توب ته ( کالکۍ ) ویل کېږي چې د فرانسوۍ ژبې د ( Calqued ) څخه اخیستل شوی چې معنی یې په شفاف او روڼ مخ باندې کاپي کونه او رپېدنه ده . په پښتو ژبه کې هم د ( کالکۍ ) په ډول مستعار لغتونه شته ، لکه : ورځپاڼه ( روزنامه ) ، پرمختګ ( پیشرفت ) ، ځمکه پېژندنه ( جیولوجې ) . هغه لغتونه چې د بلې ژبې څخه په مستعار ډول اخیستل کېږي تر پایه پورې د خپلې ژبې خواص ساتلی نه شي ، دغه ډول لغتونه ، ژر وي او که وروسته ضرور د اخیستونکې ژبې غږیز ، مورفولوجیکي او معنوي خواص ځان ته غوره کوي ، لکه : په پښتو ژبه کې کمیس ، سوله او داسې نور چې د عربي ژبې څخه اخیستل شوي او اوس د پښتو ژبې غږیز ، مورفولوجیکي او معنوي خواص یې ځان ته غوره کړي چې پښتانه یې داسې ادا کوي ، لکه د خپلې پښتو ژبې اصلي لغتونه په همدې ترتیب په پښتو ژبه کې نور ډېر لغتونه موندل کېږي چې د پښتو ژبې د نورو لغاتو ( اصلي لغاتو ) په څېر اوښتي او یا په دې هڅه کې دي چې د پښتو ژبې د اصلي لغاتو په څېر واوړي ، لکه – دفتر ، معنی ، خفه او داسې نور چې غږیزه بڼه یې د پښتو ژبې د اصلي لغاتو په ډول شوې ، یوازې په لیکلو کې یې خپله پخوانۍ بڼه لا تر اوسه پورې په زیاترو مواردو کې ساتلې ، مګر ځینې لیکوالان یې په پخوانۍ اصلي بڼه نه لیکي بلکه د پښتو د نورو لغاتو په څېر یې د تلفظ په اساس لیکي ، لکه ( دوتر ، مانا ، خپه ) . همدارنګه په پښتو ژبه کې ډېر مستعار لغتونه شته ، چې د پښتو ژبې قوانینو داسې تابع کړي ، چې د مستعارو لغتونو ګومان ورباندې هېڅ نه کېږي .

د یوې ژبې نه بلې ژبې ته د لغاتو تګ د مختلفو ژبو ویونکو د اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او د ژوندانه په نورو برخو کې د تماس درلودنې له مخې منځ ته راځي . دغه تماس درلودنه به یا طبقاتي خاصیت لري او یا انفرادي ، یا به سولیز اړخ لري او یا به د جنګ له مخې وي . د مستعارو لغاتو تګ د یوې ژبې نه بلې ژبې ته به یا دوه اړخیز وي او یا به یو اړخیزه . د لغاتو مستعار توب به یا مادي وي او یا به معنایزه خوا لري .

په مادي مستعارتوب کې یوازې معنی نه اخیسته کېږي غږ او لیکلې بڼه یې هم اخیسته کېږي .

هغه مستعارتوب چې معنایز اړخ لري په دې کې د لغتونو مادي خوا نه اخیسته کېږي بلکه معنی یې اخیسته کېږي .

په دوی کې به یا داسې وي چې لغات به د یوې ژبې نه بلې ژبې ته د خبرو له لارې تللي وي او یا به په لیکلي ډول . په شفاهي ډول او د خبرو له لارې مستعارتوب د تېرو پېړیو له خصوصیاتو څخه ګڼل کېږي په تېره د هغو وختونو چې لیک لا پیدا شوی نه ؤ ، یا دا چې ښه لا خپور شوی نه ؤ . په اوس وختو کې په شفاهي ډول مستعارتوب په هغو ځایو کې منځ ته راځي چې د بېلوبېلو ژبو ویونکي سره نږدې د کور او کلي په ډول استوګنه لري او د ژوندانه په ډېرو برخو کې پرته د سیستماتیکې لیکنې خپلې اړیکې سره په شفاهي ډول ساتي . هغه ډول مستعارتوب چې په لیکلي ډول منځ ته راځي د نورو ژبو د کتابونو ، اخبارونو ، مجلو او نورو مختلفو آثارو د لوستلو او مطالعې له لارې د لوستونکو او مطالعه کوونکو ژبو ته ور ننوځي .

د دري ژبې مستعار لغتونه:

دري مستعار لغتونه هغه لغتونه دي چې په ډیره زیاته پيمانه پښتو ژبې ته راننوتي دي چې د دري مستعار لغتونو د راننوتو علت د پښتو ژبې ته د سیاسي ، کلتوري ، فرهنګي اړیکو سبب دی د مثال په توګه په کابل او ځینو نورو ولایاتو کې رسمي تدریس په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په زیاته کچه د ډېر پخوا زمانو څخه په دري ژبه لوستل کېږي . او د پښتنو اوسېدل د دري ژبو په مناطقو کې د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات دري لغتونه په پښتو ژبه کې راګډ شوي دي چې تل استعمالېږي او د استعمال وړ لغتونه وي . لکه : کمربند، باران، دستګیر، پله، دېګ، چور، دفتر، قلف، دروازه، دستکول، تقدس، دېوان، حاضري، تقسیم، برق، کرم، زخیره، کتابچه، صرف، تنها، مشکل، چارتراش، سوق، جارو، پرچمروان، باغ، روی پاک، ماشین، مېز، زور، بدن، دوکان، قوم، ابروچینک، استاد، رستم، فن، سه شنبه، جلب، تېزاب، لوله، جنجال، چوکۍ، محصول، محترم، محصل، خوشبو، بلبل، دستکش، جګرخون، غمګین، دستمال، چای جوش، جسم، یخ، بوجې، شهر، فروشګاه، کباب، مواد، بیل، نزاکت، شنبه، پنج شنبه، عمیق، کاسه، ورق، چاینک، خط، کمان، زنانه، طفل، کودکستان، قلم، قیام، یکشنبه، کوزه، برنامه، شعبه، جنګ، فکر، علم، ماسول، شاګرد، خسته، سدحد، بکس کار، هفت رنګ، سرک، پلو، تربیه، قرن، دوشنبه، قانون، کارګر، مرمی، نانوایی، دواخانه، خرکار، جوالي، ګل کار، دستک، پارو، کناراب، خاک انداز، پس کوچه، ګلخانه، سردرختي، کشمش، چارسو، سنګتراش، آرایش، رېزش، ورزش، ورزش کار، خواهش، هواخوري، رفت وآمد، کپیکشی، نلدوانی، دولچه، چندان، بهتر، اګر چه، برف کوچ، اوبازي، خسته، شمداني، سګرت دانی، خاکستردانی، سرمېزي، بالاپوش، آهن چادر، اودان، هویلي، سرکوب، کله کشک، پیاده رو، پایه، دودکش، روجایي، کالاشوی، پشتي، دارایي، نادار، ناداري، سرپرست، دلدار، وطن پرست، خود پرست، خود خواه، خود داري، خوشبین، بدبین، شیرګرم، شیر، یخت و پز، کاه ګل، سیم خاردار، رنګمالي، کوچ کشي، بز کشي، بغل کشي، خود کشي، چاردېوالي، سازش، نامزد، طلبګار، خواستګاري، پایوازي، شیر برنج، سمبوسه، مرچ داني، ګلدانۍ، کاغذ پران، خطکش، شیر چوشک، جان پاک، دست پاک، حمل، بې ګناه او داسې ډېر نور چې دلته یې لیکل ډېر ځای نیسي.

د عربي ژبې مستعار وییونه یا لغتونه:

پښتو ژبې ته د عربي نه ډېر زیات لغتونه په مستعار ډول راغلي دي او زیاتره عربي لغتونه ، پښتو ژبې د دیني ، فلسفي ، منطق ، مفاهیمو او همدارنګه د نورو مختلفو علومو او ټولنیز ژوند له لارې په مستعار ډول اخیستي دي ، هغه مستعار لغتونه چې په لومړیو وختو کې د عربي ژبې نه پښتو ژبې ته راغلي دي ؛ د دین او اسلام د خپرولو د پاره او د جګړو په باره کې دي . لکه : اسلام ، دین ، غازي ، جهاد ، خلق ، جنت او داسې نور. د عربي ژبې څخه د مستعارو لغتونو راتګ په پنځلسمه پېړۍ کې زیات شو او دغې لړۍ د نولسمې پېړۍ تر پایه پورې دوام درلود .

پښتو ژبې ته عربي لغتونه زیاتره د کتاب له لارې راغلي دي او ډېر لږ لغتونه د وینا له لارې ، د پښتنو او عربو د تماس په واسطه راغلي دي . په پښتو ژبه کې چې عربي لغتونه په مستعار ډول استعمالېږي په خبرو کې خو زیاتره د پښتو د خپلو لغتونو په څېر اوړي مګر په لیکلو کې دغه حرکت دومره زیات نه دی ، خو احتمال شته چې د عربي ژبې لغتونه پکې د خپلو لغاتو په بڼه ولیکل شي لکه ( خلک – خلق ) ، ( کلا – قلعه ) ، ( سات – ساعت ) او داسې نور . دا هم باید وویل شي چې ځینې مستعار عربي لغتونه شته چې د پښتو ګرامري قوانینو په لحاظ داسې تابع او ځای شوي چې د مستعار لغتونو ګومان پرې نه کېږي . د عربي لغتونو نمونه دا ده : دولت ، حکومت ، قانون ، سیاست ، محکمه ، حاکم ، محکوم ، ایمان ، صبر ، ظلم ، ثمر . او په سلګونو نور ، خصوصاْ په هغو لغتونو کې چې د عربي ژبې مخصوص غږونه موجود وي عربي مستعار لغتونه ګڼل کېږي .

په پښتو ژبه کې عربي مستعار لغتونه خورا ډېر دي خو مونږ یې د مثال په ډول یو څو لغتونه لاندې ذکر کوو .

دولت، مسئله، محبت، حاجت، حلقه، مال، مردار، حکومت، غربت، شفقت، مساله، ریاست، حلال، ملت، احتیاج، وکالت، وکیل، رییس، طبیعت، جمهوریت، محتاج، عجز، زحمت، رضا، راضي، قاضي، مفتي، زالي، کتاب، ساعت، لغت، جسم، جنس، طبیب، طب، جهان، مملکت، مومن، پادشاه، حکمت، منطق، علم او داسې نور

د هندي ژبېپور(مستعار)لغتونه:

د تجارتي ، اقتصادي او کلتوري اړیکو له مخې یو شمېر زیات هندي لغتونه په پښتو ژبه کې استعمالېږي .

هغه لغتونه چې د هندي ژبې څخه پښتو ژبې ته په مستعار ډول راغلي دي ځینې یې دا دي :

څوکۍ ، کالي ، المارۍ ، فیته ، ډله ، بګۍ ، چترۍ ، ډهل او داسې نور ….

په پښتو ژبه کې د والا سوفیکس چې د لغت جوړونې له مخې ډېر فعال سوفیکس دی هم د هندي ژبې څخه راغلی دی . لکه : ګاډۍ والا ، ډهل والا ، ګهړۍ والا . …

چوکۍ، المارۍ، کالي، فیته، ډله، چاچي، پته، چل، بوج، چالان، چلیدل، جولا، بګۍ، سوچ، سینه، مزه، ګینټه، بجه، جګړه، بچ، بچت او یا هم لکه: موټر والا، کاغذ والا، قلم والا،ګیري والا، واسکټ والا، کورتۍ والا، بکس والا،بایسکل والا،ټوپ والا،څوکۍ والا،کور والا،کانتین والا،ځمکې والا،ټوپک والا او یا لکه:  بارش،چوټي،بیجلۍ،سکوټر،تابعدار،تابع،سیکل،بېټک،پاګل،چیني،رومال،ناشته،زبردست،میټایي،ګلاب جامن،کاپي،امروت،سوچ،لوپټه،شکریه،قهوه،تصویر،شاپر،حجامت،ګیس،ګیس ډبه،می،ډبل سلایي،سنګار،موسم،ټانګه،ضرورت،خیال،اجازت،روزانه،پیاله،چاپي،ټوپي او داسې نور.

دا چې انسان په خپله یو ټولنیز موجود دی،له ټولنې پرته یا له ټولنې څخه لرې یې ژوند ګران او محال دی،همدارنګه ژبه هم چې د پوهولو او راپوهولو یوه ښه وسیله ده د نړۍ د بېلابېلو کلتوري اړیکو د اتصال مزي ته ورته ده،پور وییونه د مختلفو عواملو له کبله په ژبو کې ایجاد او عام شوي دي،چې په دې کې هم د الله تعالی  ستر حکمت پروت دی.او د ځمکې د بېلابېلو قشرونو د نژدیوالي باعث هم ګرځېدلی شي او ممکن ډېرې نورې مزایاوې به هم پکې وي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مخکینې مطلب

اسلام اباد : که ریاض ته ګواښ پېښيږي نو پاکستان به يې ترڅنګ ولاړ وي

بل مطلب

له افغانستان څخه په تابوتونو کې د امریکايي عسکرو ستنيدل

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com