(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۷)
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې دو تنو عسکرو خپل اووه ملګري په ډزو وژلي او دوی طالبانو سره يو ځای شوي دي.
پيښه تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د سپين مسجد سيمې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
طالب وياند يوسف احمدي وايي، بريدګر عسکر د ملي اردو په ليکو کې د دوی نفوذي کسان و زياتوي ” په دې اتلوال بریدکې ۷ تنه مزدور پولیس ځای پرځای ووژل شول”.
د احمدي په وينا، بريدګر عسکر له پيښې وروسته د طالبانو ليکو سره يوځای شوي او له ځان سره يې شپږ ميله وسلې هم وروړي دي.
سيمه ييزې امنیتي سرچينې یاده پيښه تاييدوي خو تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
طالبانو تر دې مخکې په خپلو اعلاميو کې ويلي چې د افغان پوځ په ليکو کې يې سلګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي او له موقع په استفادې به په بهرنيو، دولتي عسکرو او چارواکو بريدونه کوي.
له تيرې اتلس کلنې جګړې راهيسې په بهرنيو او دولتي عسکرو لسګونه داخلي بريدونه شوي چې د ډيری بريدونو مسؤليت طالبانو منلی او بريد کوونکي له هغوی سره يوځای شوي دي.


















