بايد له انصافه کار واخيستل شي!!

ليکوال: غورځنګ

په تېرو څو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو ښکته او پورته کېدله او لا تر اوسه هم دوام لري، نوموړې ويډيو کې داسې ښکاري چې طالبانو يو شخص نیولی او پوښتنې ورڅخه کوي، د پوښتنو په ترڅ کې يې په ډزو باندې وولي او وې وژني، دغې ويډيو ته که څه هم په رسنيو کې ډېره هوا ورکول شوه. خو مونږ وايو چې انصاف ښه شی دی.

دا نه وايو چې يوازې د د ظلم او ظالم پر وړاندې دې چپه خوله پاتې شو خو بيا هم که په هېواد کې هره ډله، ګوند او هر څوک ظلم کوي بايد بد ياد شي او وغندل شي، داسې نه چې د يوې ډلې اندک ظلم ته متوجه واوسو او د نورو صراحتاً او ښکاره ظلمونو باندې سترګې پټې کړو.

په دې کې خو شک نشته چې په جنګ کې تلفات اوړي خو که اسلامي او نړيوالو جنګي اصولو او قوانينو ته ځير شو نو داسې کوم څه به پکې ونه مونږ چې د هغه پواسطه دې ملکي تلفات توجيه کړي او يادې د ملکي تلفاتو اجازه ورکړي، په نړۍ کې هېڅ داسې قانون وجود نه لري چې په جنګ کې د ښکېلو ډلو د کورونو ورانولو، بچيانو وژلو، سپين ږيرو وژلو، مقدساتو ورانولو، د ښځو د وژلو او نورو دې ته ورته ظلمونو او نارواوو اجازه ورکړي. او پاتې شو اسلام؛ دا خو په نړۍ کې يوازېنی دين دی چې خپلو پيروانو ته د داسې اصولو د عملي کولو امر کوي چې په بل هېڅ دين کې وجود نه لري.

زه دلته د يوه بې پرې شخص په توګه پر هغو رسنيزو خلکو غږ کووم! کوم چې ځانونه د مظللومانو مدافعين بولي. او دا ورته وايم چې د قندوز هغه د تېرو کلونو تر ټولو خونړي وحشت ته مو ولې دلايل تراشل چې پکې تر دوو سوو پورې تنکي او ګلالي ماشومان شهيدان شول، په داسې حال کې چې امريکايانو له بريده وروسته وويل چې دغه بريد مو د افغان حکومت په غوښتنه تر سره کړی دی، خو افغان حکومت په ډېره لوڅه لهجه وويل چې په دې کې نظامي طالبان وژل شوي دي؟

د کندهار د پخواني امنيې قومندا (جنرال عبدالرازق) هغه معاون وو چې جان ماما نومېده، د طالبانو جسدونو ته اور ورته کړی وو او لاسونه يې ورته ګرمول بيا يې په ډېر افتخار ورسره سلفيانې اخيستلې، د هغه غير انساني وحشت پر مهال ستاسې خولې ولې بندې وې؟ ايا هغه عمل انساني عمل وو؟ آيا هغه عمل هم په کوم نړيوال قانون، جمهوريت، ډيموکراسۍ او نورو اصولو او قوانينو کې توجيه کېدای شي؟

کله چې په اروزګان کې د مدرسې يو تنکی طالب تېر کال ژوندی سوځېده او بيا په ډېر وياړ ورسره عکسونه اخيستل کېدل په داسې حال کې چې د نوموړي مدرسې د طالب پلار او کورنۍ په قسم سره ويل چې زوی مور تر اوسه له مدرسې او کور څخه بل هېڅ خواته نه دی تللی. نو آيا دغه پېښه انساني پېښه وه؟ او که انساني پېښه نه وه نو بيا په هغه وخت کې مو ولې د دغه مظلوم په دفاع کې غږ نه پورته کولو؟

په تېرو هفتو او مياشتو کې چې په کراتو مراتو ګډو ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر عامو افغانانو بې درېغه چاپې ووهلې، مدرسې يې ونړولې، جوماتونه يې بمبارد کړل، ماشومان يې ووژل، ښځې يې په ډېره بې رحمۍ ووژلې او يا يې هم کونډې کړلې، د ميندو تر مخ يې د هغوی زامن ورووژل، کورونه يې ونړول او نور نه توجيه کېدونکي وحشتونه يې تر سره کړل. د دغو ظلمونو پر وړاندې مو ولې پر خولو پلسترونه لګولي وو؟ دا ظلمونه نه وو؟ که څنګه؟

له همدې ويډيو سره متصل چې کومه ويډيو رسنيزه شوه او پکې يې د طالب په تور دوه تنه په زخمي حالت کې د ټانګ پر بانټ اچولي وو او بيا يې وهل او ټکول هم او داسې پوچ او رد يې ورته ويل چې انسانيت پرې شرمېږي، په داسې حال کې کومه ويډيو چې تاسو پرې غوسه شوي ياست په هغه کې يوازې دغه شخص وژل شوی دی، نه خو ورته کنځلې شوي، نه يې بې عزتي شوې، نه ورڅخه کميس ايستل شوی او نه هم نور ډول بې عزتي وراوښتې، بلکې يوازې وژل شوی دی. نو دا اوس کوم انصاف دی؟ چې د يوې ډلې وړوکی عمل هم رسنيز کېږي او ظلم بلل کېږي، او د بلې ډلې هر ډول ستر ظلمونه او وحشتونه وطن ساتنه او هېواد ساتنه بلل کېږي؟

خو په پښتو ژبه کې متل دی (چې څه کرې، هغه به رېبې)

همداشان دا اصول بايد زده شي چې که له يوه چا سره څومره ظلم کوې نو بيا ولې د رحم طمع ترې کوې.

له دې داسې معلومېږي چې تاسو غوښتنه کوئ! چې طالبان دې مونږ ته په جنګ کې ګوړې راوېشي، چې دا يوه نامعقوله خبره ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button