سرلیکنه
د تیرو اتلسو کلونو راهیسې کرغیړنې دموکراسۍ ورو ورو زمونږ دیني ارزښتونه، مثبت عنعنات او افغاني افتخارات په شړیدو کړل. اودا هر چا ته عیان دي، او له عیان نه څه بیان، را به شو فعلي او ننني ناورین ته، نن په خبرونو کې راغلل چې د بشر د حقوقو د کمیسیون رئیسې سیما ثمر ویلي دي چی د افغانستان په ښوونځیو کې پر زده کوونکو د ښوونکو لخوا جنسي تیري پیل شوي دي او دا ټکان ورکوونکی عمل دی.
دا له غرب نه راغلي اخلاق نه پیژندونکي او له دین نه ناخبره تالي څټي پخپله همدا راز کرغیړن اخلاق په خلکو کې خپروي هم او بیا پرې خواشیني هم څرګندوي، دا په دې موخه چې ملت اغفال کړي چې ګویا دوی د دې شومو اعمالو خلاف دي.
حال دا چې په ښوونځیو کې د دينی مضامینو کمول او کمزوري کول او پر ځای یې د موسیقۍ له وقاحت ډک مضامین رایج کول، او له بلې خوا په تلویزیونونو کې سپک او ذلیل او د اسلامي او افغاني اخلاقو ضد فلمونه په پرلپسې توګه وړاندې کول دا ټول د دې لپاره چې د افغاني ټولنې راتلونکي نسل په تدریجي توګه له دین او افغانیت نه پښې وباسي او د غربي دموکراتانو په څیر امریکایی ټولنه خپله کړي.
دا په داسې حال کې چې د افغانستان په ټول تاریخ کې داسې نه دي شوي چې ښوونکي چې د معنوي پلار حیثیت لري پر خپلو ښوونکو چې د معنوي اولادونو حیثیت لري دا ډول له سپکاوي ډک شومو اعمالو ته لاس واچوي، خو د غربي دموکراسي له برکته دادی دا ناورین مو هم په ټولنه کې په چټکۍ خپور شو چې د زده کوونکو اولیاء امور یا والدین یې په خورا تشویش کې اچولي او ځینو یې هوډ کړی چې اولادونه به نور ښوونځیو ته له ورتللو منعه کړي.
په دې اړه د آزادۍ غږ راډیو له ځینو تنکیو ماشومانو سره مرکې هم وکړي او هغوی دا له شرمه ډکې پیښې تایید کړي.
حال دا چې دا سپک او رذیل اخلاق تر هغې له مینځه نشي تللای تر څو یو سوچه په اسلامي روزنه او اخلاقو سمبال ښوونکی په ښوونځیو کې ونه ګمارل شي او دا ډول پاک ښوونکي تر هغې نشو موندلای تر څو چې مو په هیواد کې یو سوچه پاک اسلامي حکومت قایم شوی نه وی.















